له هندستان سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې

راپورنه وایي چې مخکیني ولسمشر حامد کرزي په نوي ډيلي کې د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره د افغان سولې په تړاو بحث او خبرې کړې دي، کرزي له افعانستان سره د هند مرستې مهمې او ارزښتمنې بللې دي او هند يې هڅولی تر څو د افغان سولې برخه کې خپله ټوله مرسته وکړي.

هندي چارواکو هم د افغان سولې په تړاو د خپلو همکاریو او له افغانستان په نورو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړی.