چهارشنبه , 24 اپریل 2024

له ولس سره دومره دوښمني د څه لپاره؟

لیکنه : ودان روښان

روغتیا او زده کړه د ماشوم او په ټوله کې د انسان لومړني حقونه  دي چې په هیڅ دین او هیڅ کتاب له هغې جملې د اسلام مبین دین او پاک قران کې یې نه یوازې مخالفت نه دی شوی بلکې ټینګار هم پرې شوی دی. تر بل هر دین د اسلام  مبین د زده کړو او علم سپارښتنه کړې، لکه چې وایي علم پر مسلمان فرض دی ځینې کسان بیا دا بل ډول تعبیروي چې په دغه ځای کې مطلب د دین علم دی خو دا ځکه سمه نه ده چې د حضرت نبي کریم (ص) حدیث مبارک دی چې وایي علم وکړه ان که په چین کې هم وي نو د انحضرت (ص) په زمانه کې خو په چین کې دیني زده کړې نه کېدې بلکې له هغه ډېر وروسته د اسلام سپڅلی دین د چین ځینو برخوته ورسېد خو بیا هم تر هغې کچې نه و چې څوک دې هلته د دیني زده کړو له پاره لاړ شي. بله دا چې علم ټول د خدای پاک دی او د ټولو علومو سرچینه خدای(ج) دی البته د مثبتو او د بشریت په خیر ښېګڼه علم، نه د بشریت ضد او شیطاني علوم چې د شر او فساد خپرولو له پاره کارېږي. مهمه دا ده چې انسان باید روغ وي چې زده کړې وکړی شي، ښایي ځینې استثنایي ناروغ انسانانو هم زده کړې وې خو په ټوله کې روغتیا د زده کړو مهم شرط دی او له بله پله په خپله روغتیا د انسان له لومړنیو حقونو ګڼل کېږي د پاک خدای یو له قدرتونو دا هم دی چې د نوي زېږدلي ماشوم له پاره تر ټولو ښه درمل او روغتیایي خواړه د خبلې مور شدې دي، چې همدا په خپله د روغتیا په اړه الهي حکمت او پېروزینه څرګندوي.

خو که وکتل شي ملاصاحبان(طالبان) ټیک پر هغه ځای ګوته ږدي چې ډېر درد کوي او ژر نه جوړېږي، په دې مانا چې طالبان یا ماشوم له زده کړو محروموي، ښوونځي ته یې نه پرېږدي، ښوونځی یې سوزوي، ښوونکی یې وژني ان داسې هم لیدل شوي چې ماشوم یې د زده کړو په جرم وژلی او یا هم هغې ناروغي ته زمینه برابره او ډګر پرانیستی پرېږدي چې که ماشوم پرې اخته شي لومړی خو ژوندی نه پاتې کېږي او که ژوندی هم پاتې شي نو د ټول عمر له پاره پاید معلول، احتیاج، د کونۍ او تولنې د اوږو بار واوسي. زما مطلب د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو دی چې نه پوهېږم طالبانو په کوم کتاب کې دا فتوا پیدا کړې چې نه پرېدږي  ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین شي. لومړی خو یې د بولیو ضد واکسین مطلق ناروا باله خو چې جیدو دیني عالمانو په قوي دلایلو ثابته کړه چې د ماشومانو ګوزڼ پر ضد واکسین نه یوازې ناروا نه دی بلکې اړین هم دی نور نو له طالبانو لار ورکه شوه او پردې وپوهېدل چې اوس دا فتوا څوک نه مني نو له هغه وروسته نورې انې او بانې ورته لټوي. دوی هڅه کوي په هره پلمه چې وي تر خپلې قبضې لاندې سیمو کې هم د ماشومانو ګوزڼ پرضد د واکسین مخه ونیسي او هم یې اوس په ډانګ پېیلې توګه له ښوونځیو سره دوښمني اعلان کړې. د بېلګې په توګه په همدې تېره اوونۍ کې طالبانو د لوګر ولایت مرکز او د هغه ولایت محمداغې ولسوالۍ شاوخوا ۷۵ ښوونځي د زده کونکو پر مخ وتړل. دغه راز، تېره اوونۍ مخپټو وسله والو د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د شولوک د نجونو او هلکانو ښوونځی سوځولی دی.

ځایي چارواکي وایي چې طالبانو دغه کار د دولتي ځواکونو د هغو عملیاتو په ځواب کې کړی، چې په سیمه کې شوي او ګڼ  وسله وال په کې وژل شوي دي. په دې سره هغه متل را یاد شو چې وایي:«پر تامې زور نه رسېږيو مړ به دې ابا کړم»

له دې وړاندې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې طالبانو د ملکیار هوتک په نوم د لیسې درې ملازمینو سرونه غوڅ کړي وو.

له دې پیښې وروسته د تورو زړونو خاوندانو په خوست کې د یو زده کونکي ژبه هله ترې غوڅه کړه چې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له پاره پر چمتووالی بوخت او له خپل کلي بهر یې د یوې غونډۍ په ډډه کې درس ویلو.

له دې سره جوخت د عاميٍ روغتیا وزارت وايي، طالبانو په اروزګان ولایت کي د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین مخه نیولې او واکسین یې منع کړی دی.

د ارزګان د عامې روغتیا رییس خان اغا میاخېل په وینا طالبانو واکسیناتورانو ته ویلي چي یوازي په هغو جوماتونو کي ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولی شي چي د دې ډلي په کنټرول کي دي. سره له دې چې چارواکو نه دي ویلي چې د کمپاین په دغه پړاو کې څومره اروزګاني ماشومان له واکسینه پاتې شوي خو اټکل کېږي چې له ۲۰۰ زره به یې شمېر زیات وي.

دغه راز، د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي چې د ماشومانو ګوزڼ پر ضد واکسین کمپاین په دغه پړاو کې به ۶۰۰ زره ماشومان له واکسینه پاتې شي.

دغلته هم د چارواکو وینا ده چې طالبانو ویلي واکسین ته یوازې په جوماتونو کې اجازه ورکوي خو د اروزګان او هلمند چارواکو ویلي چي د طالبانو دا غوښتنه نه شي منلی ځکه چې واکسیناتوران باید کور په کور وګرځي او هر ماشوم ته واکسین ورکړي.                                                                                                                                دوی وایي د کلتوري ستونزو له امله ښځینه، ماشومان جوماتونو ته د واکسین له پاره نه شي بیولی نو ځکه خو په جوماتونو کې د واکسین کمپیان ناشونی دی. د دوی د همدغو نخرو او پلمو له امله لا هم په کونړ، ننګرهار، هلمند او کندهار ولایتونو کې ددې وژونکې ناروغۍ پېښې لیدل شوي دي، چې دا له اوس سره له ښکاره دوښمني پرته بل څه شي تعبیرېدی.

هغه ډول چې په لومړي سر کې یادونه وشوه چې طالبان نه د خپل هېواد« که خپل یې ګڼي خو فکر نه کوم ځکه هغوی د خپل اصلي کور پرځای د دوی په وینا د هجرت د کور ډېر خیال ساتي او په غم کې یې دي» د بچیانو د روغتیا په غم دي که په غم کې یې وی نو نږدې یو میلیون ماشومان به یوازې په هلمند او اروزګان کې د پولیو ضد له واکسینه نه پاتې کېدل.

دغه راز، ټول پوهېږي چې له یوې لسیزې ډېره موده وشوه چې طالبانو په سویل لودیدیځو، سویلي، سویل ختیځو، ختیځو او نورو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ ښوونځي تړلي او میلیونونه ماشومان چې ډېر یې اوس لوی شوي له زده کړو پاتې دي، چې ناوړه پایلې یې لا له اوسه هم څرګندې دي خو کلونه وروسته به یې ټول پر خپل پوټکي، غوښه او هډوکو احساس کړي.

له دې یوازې یو شی څرګندېږي او هغه دا چې دا اولس سره له ژورې دوښمني او کرکې پرته بل څه نه شي تعبېرېدی خو پوښتنه داده چې طالبان ولې له ولس سره دومره دوښمني لري؟

هغه څه چې د ولس په توګه موږ ته ښکاري دادي چې طالبان ښایي له ولس سره دومره دوښمني ونه لري بلکې دا د افغانستان د تاریخي دوښمنانو غوښتنه او امر دی چې طالب خوار یې پلی کوي.