پنجشنبه , 25 اپریل 2024

له پاکستان سره د اجی دیوګن دښمني

د هندوستانۍ سینما مشهور فلم ستوری اجی دیوګن لا هم د پاکستان پر وړاندې پر خپله دښمنۍ کلک ولاړ دی.

هغه تازه د خپل فلم (دی دی پیار دی) څخه د پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم سندره لرې کړې.

پاکستانی رسنۍ وایي، اجی دیوګن او د فلم ټیم یې د خپل فلم څخه د عاطف اسلم له وړاندې ثبت شوې سندره لرې کړې او د پاکستان سره یې خپلې هنری دښمنۍ ته لا دوام ورکړی.

په کشمیر کې د پلوامه برید وروسته چې هند پر سرتېرو وشو پاکستان او هند تر منځ اړیکی تر دې حده ترینګلې شوې چې پر سینما یې هم اغیز وکړ، هند پر بالیوډ د پاکستان لوبغاړی بند کړل او په ځواب کې پاکستان په خپل هېواد کې د هندوستان د فلمونو لیدل، دغه راز فلمی ستورو یې هم پر یو بل سختې نیوکې وکړې او هر یو د خپل هېواد د پوځ ننګه وکړه.

د رپوټ له مخې، د فلم سندره (تو میلا) د عاطف اسلم په غږ کې ریکارډ شوې هم وه، د هند او پاکستان د اړیکو له امله فلم جوړونکي دغه سندره له فلمه لرې کړې او د دې تائید هندی موسیقار امال ملک هم کړی.

خو نوموړی دا نه ده روښانه کړې چې د عاطف اسلم پر ځای به د فلم لپاره دغه سندره کوم سندرغاړی ووایي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم اجی دیوګن په پاکستان کې د خپل مشهور فلم ټوټال دهمال له نندارې ته اېښودو هم انکار کړی و او ویلي ول چې نه غواړي د هنر له امله یې پاکستانیان وخاندي.