له ژور فکر وروسته لاس په کار شئ

ټول بریالي خلک یوه ګډه ځانګړنه لري، هغه دا چې د فکر کولو طرز یې سره یو شان وي. دوی له دې وړاندې، چې په کوم کار لاس پورې کړي، په اړه يې ښه فکر کوي. خبرې کول په نننۍ نړۍ کې د یوه انسان د بریا لومړی راز کېدای شي. هڅه وکړئ، چې د خبرو کولو قدرت ومومئ، دا هر څه هغه وخت کيږي، چې موږ له خبرو کولو وړاندې ښه او ژور فکر وکړو. کوم ټکي باید په پام کې ونیسئ، چې له خبرو کولو وروسته پښېمانه نه شی، چې ای کاش دغه ډول مې ویلی وای. کېدای شي تاسو هم له دغه ډول حالت سره مخ شوي وی. د بېلګې په توګه د نوې دندې لپاره دفتر ته د انټرویو لپاره ورځی، خو له وتلو وروسته له ځان سره وایی، چې درېغه هغه خبره مې دغه ډول کړې وای. له تېروتنې وروسته پېښماني هېڅ درد نه شي دوا کولی. له خبرو کولو مخکې فکر کول یو طلایي قانون دی. دغه راز د هر کار له کولو مخکې په دقت سره فکر وکړئ او وروسته لاس په کار شئ. مشهور متل دی، چې وایي اووه ځله یې اندازه کړئ یو وار یې قیچي.

سپوږمۍ