پنجشنبه , 25 اپریل 2024

له «ښو» سره مینه

لیکوال: حامد افغان

1: عمر رضي الله عنه به “بوره ” ډیره خیرات کوله، ځکه ده ته یې خوند ورکاوه او ډیر ښه خیرات هغه ده چې د خپلې خوښې شی خیرات کړې. لن تنالوا البر حتي تنفقوا مماتحبون.

2: عائشي رضي الله عنها به چې درهم یا دينار خیرات کول هغه سيکې به یې پاکي کړې او په مشکو به یې خوشبويه کړې او بیا به یې غریبانو ته ورکولې.

3: یوځای د لومړیو صنفونو ښوونکې وه هر سهار به یې د خپل مکتب د یتیمو او بې وزله نجونو جامې او وېښتان ور برابرول.

4: ویل کیږي یوه سړي به ډیر خیراتونه کول یوه ورځ یې د یوه خیرات په اړه دعا چاواوریدله چې ویل یې: ای الله دا خیرات د مومنانو هغو مړيو ته ورسوه چې د خیرات څوک نه لري.

5: د یوه مشهور امام په اړه ویل کیږې هغه به د شپې خوراکي توکي په ساموا او د کوم غریب د کور مخته به یې پټ کېښودل، یعني په خپلو غلامانو یې هم نه ووړ او غریبان یې هم نه خبرول چې خیرات مي درواخلئ!

6: او دومره تاسو هم کولی شئ چې دا ښکلې او ګټورې خبرې هر چاته ورسوئ که څوک پیژنئ یا یې نه پیژنئ.