له کومه تر کومه؟

ښه او بد

ژباړه: نوراحمد فضلي

پېړۍ مخکي، په یوه هیواد کښي، یو ډېر مشهور نقاش و. کله چي ځوان و پرېکړه ئې وکړه چي یوه داسي څېره نقاشي کړي چي الهي سرور ورڅخه له ورایه ښکاریږي: د یو داسي چا صورت چي سترګي ئې په خورا ډیري خاموشي سره ځلیږي. ددې لپاره ئې غوښتل داسي څوک را پیداکړي چي وجود او صورت ئې انعکاس کوونکی د داسي یو څه وي، چي د دې نړۍ او د دې دنیا تر ژوندانه هم ور هاخوا وي.

نوموړي هنرمند په همدې لټه خپل سفر را پیل کړی، د هیواد ګوټ ګوټ ئې وغوښت څو داسي یو څوک را پیداکړي، چي په پایله کښي د ډېر تلاښ او ګرځېدو د غره پر یوه چوپان ور پېښ سو چي همداسي معصومیت او ځلا ئې په سترګو کښي لرله، داسي یوه څېره چي د هیوادني آسمان نښاني ئې په سترګو کښي نقش سوې وه. بس یوار کتل ئې کافي ول چي هرڅوک وپوهوي پر دې چي” الوهیت “ په انسانانو کښي وجود لري. هنرمند د همدې چوپان تصویر وکښی. ددې نقاشۍ په ملیونونو نسخې خرڅې سولې، تر دې چي ډیرو لیرو هیوادونو ته هم ددې نقاشۍ نسخې وه رسېدلې. خلکو به د کورونو پر دېوالونو یوازي ددې نقاشۍ په راځوړندولو د خیر او برکت احساس کوی. د ۲۰ کلونو څخه وروسته، کله چي نوموړی هنرمند د پیرۍ عمر ته رسېدلی و، یو بل فکر ئې ذهن ته ورغلی. د نوموړي تجربې ده ته ښودلي ول چي ټول انسانان الهي نه دي او اهریمن”جِن یا شیطان “ هم په انسانانو کښي سته. دا وار ئې د یوې داسي څېرې رسمول ذهن ته ورغلل چي په انسانانو کښي د اهریمن د موجودیت ښکارندوی وي. فکر ئې وکړ چي دغه دواړي څېرې کولای سي یوه – بله بشپړي کړي او د یوه بشپړ انسان ښکارندوی و اوسي. د پیرۍ په عمر کښي، یوځل بیا د یوه داسي کس په راپیداکولو پسي رهي سو چي انسان نه وي، او یو اهریمن وي. پر قمارځایونو، شرابځایونو او لېونتونونو وګرځېدی. دا شخص باید د دوزخ څخه راوتلی وي، صورت ئې باید کاملاً د یوه اهریمن وي: بد او آزار ورکوونکی. دا په خپل ځان کښي د ګناه یو تصویر و. نوموړي هنرمند مخکي د الوهیت تصویر نقاشي کړی و او اوس د یوه داسي کس په لټه کښي و چي د شیطان کالبود وي. د اوږدې پلټني وروسته، بالاخره په زندان کښي پر یوه محکوم زنداني ور پېښ سو. نوموړی زنداني د اوو قتلونو مرتکب سوی و او یوازي څو ورځي وروسته ئې اعداموی. دوزخ ئې له سترګو څخه ښکارېدی، نوموړی د کرکي او نفرت وړ و. ډېر بدشکله صورت ئې و چي شاید ډېر لږ به وليدل سي. هنرمند د همدې سړي په تصویر کښلو شروع وکړه. کله چي ئې نقاشي خلاصه کړه، نقاشي ئې د مخکینۍ یوې ترڅنګ را وځړوله ترڅو فرق ئې مشاهده کړي. د نقاشۍ د هُنر له مخي، د دواړو ترمنځ د ښه تر انتخاب کول سخت ول، دواړي نقاشۍ عالي وې. دی ولاړ دئ او دواړو تابلو ګانو ته ګوري. په دې وخت کي ئې یوه چیغه واورېده! – ولاړی او وئې کتل چي هماغه زنداني دئ- ژاړي. هنرمند حیران ولاړی. وئې پوښتل،” ولي ژاړې دوسته؟ “ – آیا دا تصویر دي ژړوي او ناراحته کوي دي؟ “ زنداني وویل:” په دې ټول عمر کښي مي کوښښ کوی چي ستا څخه ئې پټ کړم، خو نن ورځ مي نور و نه سوای کوای. ښکاره خبره ده، نه پوهېږې چي هغه لومړنی تصویر هم زما دئ. دواړي نقاشۍ زما د صورت دي. زه هماغه چوپان یم چي ته شل کاله مخکي راسره په غره کښي مخامخ سوې. زه د خپلي خاموشۍ لپاره په دې شل کاله کي ژاړم. زه د جنت څخه دوزخ ته راکښته سولم، د الوهیت څخه و اهریمن ته. “