له ګنده ګیرۍ تر صدراعظمۍ؛ ویدیا بالن د اندرا ګاندي رول لوبوي

د بالیووډ وتلې ستورې ویدیا بالن د هندوستان د لومړې وزیرې اندرا ګاندي په ژوند فلم جوړوي.

میرمن اندرا ګاندي د میرمنو ترمینځ د هندوستان لومړۍ ښځینه صدراعظمه وه. نوموړې د جواهر لال نهرو لور وه او د هند د صدرات په چوکۍ په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې ناسته وه.

سرچینې وايي، چې ویدیا بالن به د اندرا ګاندي په ژوند جوړیدونکي فلم کې د میرمن ګاندي رول ولوبوي.

دا فلم د هغه کتاب په بنیاد جوړیږي، چې د اندرا ګاندي په ژوند لیکل شوی. دا کتاب چې (اندار: د هندوستان تر ټولو ځواکمنه لومړۍ وزیره) نومیږي، سګریکا ګاس لیکلی.

ویدیا بالن په یوه خپره کړې بیانه کې ویلي، چې د اندرا ګاندې په ژوند جوړیدونکې فلم کې ورته د میرمن ګاندې رول ورکول، ددې یو خوب و چې ریښتیا شو.

نوموړې زیاته کړه:

((زه ډیره خوښه یم، چې د اندرا په ژوند د لیکل شوي کتاب څخه د ګټه اخیستنې حق مې تر لاسه کړ. ځکه ما همیشه غوښتل، چې د اندرا ګاندي رول ولوبوم.))

د کتاب لیکوالې ګاس بیا په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ((خوښه ده، چې د له خپل کتاب څخه چې د میرمن ګاندې په ژوند يې لیکلي، د فلم جوړولو قرارداد يې د ویدیا بالن سره لاسلیک کړ. ډیر هوس مې دی، چې اندار په سکرین وګورم.))

کتاب کې د اندار ګاندي شخصي ژوند، کورنۍ، اولادونه، عاشقي او د هغې د ژوند سیاسي او مذهبي اړخ راخیستل شوی دی.

ویدیا بالن ۳۹ کلنه ده. دا لومړی خل دی، چې ویدیا بالن ددومره مشهورې سیاستوالې رول لوبوي. هغې د ډرټي پیکچر یا ګنده تصویر په څیر له عشق او شهوت څخه ډک فلمونه هم جوړ کړي. د نوموړې وروستی فلم، تماري سالو و، چې پکې ویدیا بالن د کور د میرمن رول لوبولی دی.