لومړني معلومات:دکابل د نننۍ چاودنې مرګ ژوبله نږدې ۷۵تنو ته ورسیده

د کورنیو چارووزارت مرسیتال ویاند نجیب دانش وویل چې لږ تر لږه ۲۴ تنه په دغه پیښه کې وژل شوي او  نږدې ۵۰ نور ژوبل دي.

ددانش په خبره چاودنه موټر بمي ښودل شوي چې د هزاره ګانو د یوه مشر محمد محقق د کور سره څیرمه رامنځ ته شوي ده .

د پیښي ډيری قربانیان ولسي خلک دي آو محقق ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

چاودنه د ګڼه ګوني پر وخت شوي کله چې ډیری خلګ د دفترونو او خپلو ورځینو کارونو پر لور روان و.

په پیښه کې په لس ګونه موټرونه او دوکانونونه خراب ویجاړ شوي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د چاودني مسولیت پرغاړه نه دی اخیستې.

دا چاودنه په کابل کې د آلمان سفارت مخي ته د روژي د میاشتي تر سخت انفجار وروسته دوهمه لویه پیښه ده چې رامنځ ته کیږي.

لا هم دپیښې په اړه نور جزیات نشته.