لومړني معلومات: دپکتیا په غبرګو چاودنو کې دګردیز امنیه قومندان هم وژل شوی

د پکتیا امنیه قوماندانۍ باندې په دوو موټر بم چاودونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه ولایت کې یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو وویل چې په چاودنه کې د دغه ولایت امنیه قوماندان توریالی عبدیاني هم وژل شوی دی.

لومړۍ چاودنه نېږدې لس بجې د یو هاموې ټانک بم په وسیله د امنیې قوماندانۍ په دروازه کې شوې او ورپسې بله موټر بم چاودنه په امنیه قوماندانۍ کې دننه شوې چې وروسته ډله ییزه وسله والو نښته رامنځ ته شوې ده.

وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

تراوسه د چاودنې د نوعیت او له امله یې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.