لینز lens

لیکنه: محمد نسیم

لینز په کمره کې له ډیرو مهمو برخو څخه شمېرل کیږي، چې پر مټ یې روښانه او د خوښې وړ انځور اخیستل کیږي.

لینز یا عدسیه یو شفاف محیط ته ویل کیږي، چې د دوه کروي، مسطحې او یا مقعرې سطحې پواسطه محدود شوی وي.

یوه ثابته عدسیه نشي کولای چې هره لحظه خپل مقابل ته د ټولو شیانو انځورونه په واضح او روښانه ډول واخلي.

په یو شمېر کمرو کې لنزونه لګیږي، چې موضوع او وخت ته په کتو سره د کمره مین له غوښتنې سره سم بدلېدای شي. لکه د لمر لوېدو تصویر او د لمر ختو تصویر اخستل، چې ډیر په زړه پورې او سخت کار دی.

د لنزو پواسطه کولای شو له ډیرو کوچنیو او لرې فاصلو څخه تصویر واخلو، چې هر لنز ځانګړی دنده او ځانګړی د کارونې ځای لري، دلنز دنده په یوه کمره کې دادی چې، نور یا رڼا راټول کړي .

څومره چې ، په یوه کمره کې د یو لنز شعاع ډیر خلاصیږي هغومره ډیر نور یا رڼا کمرې ته دننه کیږي.

اوسمهال په مختلفو دفترونو کې په مختلف ډوله کمرو کې لنزونه کارول کیږي چې هر یو بیلابیلې دندې ترسره کوي، مونږ د لنز پواسطه کولای شو، چې یو تصویر له ډیرې لرې یا ډیرې نږدې فاصلې څخه وښایو او یا یو تصویر ډیر شفاف او یا ډیر بد فوکس لیدونکو ته ښکاره کړو دا د کمره مین مهارت پورې اړه لري، چې د یو لنز څخه څنګه او څومره ښه ګټه اخستلای شي.