پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لیک نښې څومره مهمې دي؟!

 

محمد اسماعیل ذهین

انسان په ټولنیز ژوند کې د پوهاوي او خپل فکر، احساس او تمایلاتو د څرګندولو لپاره ژبه کاروي، او مقابل لوری ورڅخه خبروي. دا ژبه بیا په دوه ګوله ده. یو یې عامې خبرې دي چې په عامو مجلسونو او غونډو کې ورباندې خپل فکر د نورو په وړاندې څ ګندوو. بل یې تحریري (لیکنۍ) ژبه ده، چې د لیک له لارې مقابل لوري ته د خپل فکر د انتقال هڅه کوو. لیکنۍ ژبه د عامو خبرو په پرتله یو څه ګرانه ده او یو لړ خپل اصول لري، چې یو له هغو څخه د لیکنښو په ځای او مناسبه کارونه ده. لیکنښې له لوستونکي سره د متن په سم لوستلو او مفهوم اخیستلو کې مرسته کوي. د بېلګې په ډول: کوم ځای جمله پای ته رسېږي، کوم ځای باید ځنډ وشي، او داسې نور…

ځينې وخت د لیکنښو ناسمه کارونه د جملې معنا هم اړوي. یو ځای کې مې لوستي و چې (( یوه ورځ دریم الکساندر غوښتل، چې یو سیاسي بندي سایبریا ته د سزا په توګه واستوي؛ نو ملکې ته یې لارښوونه وکړه، چې د جلا وطنۍ فرمان ولیکي. د فرمان منځپانګه دا ډول وه: 《 بخښل لازم نه دي، سایبریا ته یې ولېږئ》خو کاتب په‌دې ډول ولیکه چې《بخښل، لازم نه دي سایبریا ته یې ولېږئ.》او په‌دې ډول سره مجرم د یوې ځنډ نښې (کامې) بې‌ځایه کارونې په وجه له ستر عذاب څخه نجات وموند.

د لیکنښو تعریف دا ډول شوی دی《لیکنښې هغه بې‌غږه، سمبولیک او منل شوي شکلونه دي چې په لیک او لوست کې آساني رامنځته کوي. دا منل شوي شکلونه د نړۍ په ټولو ژبو کې شته، چې ځینې یې عام او ځینې یې خاص دي.》

که وویل شي چې لیکنښې د تورو هومره ارزښت لري، بې‌ځایه به نه وي.

 

نو راځو لیکنښو ته:

۱- ټکی یا تمکۍ ( . ):

دا نښه د جملې په پای کې لیکل کېږي، او دا په ګوته کوي چې جمله پای‌ته رسېدلې.

بېلګه: کابل د افغانستان پلازمېنه ده.

۲- کامه یا تړونی ( ، ):

دا نښه په جمله کې د یوه لنډ ځنډ لپاره کارېږي، مګر په زیاته د کلمو او نیمګړو خبرو ترمنځ د عطف لپاره راځي.

بېلګه: زما سرۀ، زرغون او اسماني رنګونه خوښېږي.

دوهمه بېلګه چې د کامې د ځای بدلون پکې معنوي تغیر راولي:《 زما سورګل، خوښ دی.》او《زما سور، ګل خوښ دی.》

۳- سیمي کولن یا ځنډنښه ( ؛ ):

دا نښه د زیات ځنډ لپاره کارېږي، خو توپیر یې له تړوني سره دا دی، چې دا د کلمو ترمنځ نه راځي، بلکې په هغو مرکبو جملو کې راوړل کېږي چې په معنا کې یو له بله سره تړلې وي. وېلی شو چې ددې نښې ساحه تر کامې (تړونی) لویه او تر ټکي (تمکۍ) وړه ده.

بېلګه: ژمی چې د واورو له امله، لارې بندې شي؛ له یوه ځای څخه بل ځای ته، په تلو راتلو کې خنډونه پېښ شي؛ د لرې دوستانو له حاله خبرېدل، سخت شي.

۴- شارحه یا څرګندنۍ ( : ):

د یوې فقرې، لغات یا موضوع د تشریح لپاره کارول کېږي.

 

بېلګه: په افغانستان کې ډېر قومونه ژوند کوي لکه: پښتون، تاجک، هزاره، ازبیک او داسې نور…

۵- سوالیه یا تپوسنۍ ( ؟ ):

دا نښه د سوال او پوښتنې لپاره کارېږي. یانې د هرې سوالیه جملې په اخیر کې راځي.

بېلګې: څو بجې دي؟  څه وخت روانېږو؟  اوس څنګه یې؟ …

۶- ندایه یا خوځکۍ ( ! ):

دا نښه د ندا، غږ، تعجب او حیرانتیا په کې راوړل کېږي. د تنبیه او امر په وخت کې هم راځي.

بېلګه: احمده! راشه.  واه! څومره ښه.  دا خبره په غور واورئ.!

۷- کش یا بېلنۍ ( – ):

دا نښه د یوې جملې د بیلولو لپاره کارېږي. په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي، او سوال او ځواب سره بېلوي.

بېلګه:

احمد وویل: چېرته ځو؟

محمود وویل: کابل ته ځو.

– هلته څه کوو؟

– هلته له ملګرو سره ګورو.

۸- دوه غبرګ کشونه یا سم‌سمۍ ( = ):

دا نښه د دوو نومونو یا خبرو د برابرۍ او مساوات ښودلو لپاره راځي.

 

بېلګه: ۲+۲=۴.  البته دا نښه په ریاضیکي مسایلو کې ډېره کارول کېږي.

۹- دوه قوسونه یا لېندۍ  () :

دا نښه د خاصو نومونو، د توجه وړ شیانو، او په منځ کې رالوېدلو جملو د ښودلو لپاره لیکل کېږي.

بېلګه: زه غواړم سبا ته له زمري سره (چې زما یو ښه ملګری دی) د کابل موزیم وګورم.

۱۰- دوه غبرګې لېندکۍ《》:

ددې نښې په منځ کې د بل چا خبره، نظریه، یا د کتاب عبارت او یا د زیاتې توجه وړ کلمه راوړل کېږي.

بېلګه: سید جمال الدین افغان وایي:《هر پرهېزګار عالم که چېرې د شریعت په اساس کې فکر وکړي؛ دا به ورته معلومه شي، چې د ژوندانه پوهنې او علمونه له دین سره هیڅ مخالفت نه لري.》

۱۱- څو ټکي ( … ):

کله چې یو لیکونکی د یو نوم یا یوې خبرې څرګندول نه غواړي، نو په ځای یې څو ټکي ږدي او ورځنې تېرېږي.

بېلګه: زه د هېواد ډېرو ولایتونو ته تللی یم. لکه بدخشان، هرات، مزار… دلته ټکو د نورو ولایتونو د نومونو ځای نیولی دی.

۱۲- دری ستوري ( *** ):

دا نښې د یوې رسالې یا یوې مقالې د یوې برخې د تمامېدو او د بلې برخې د شروع کېدو په مېنځ کې لیکل کېږي، یعني یو بحث له بل څخه بېلوي.

۱۳- یو ستوری ( * ):

 

دا نښه ډېر کله د هغو کلیمو د پاسه لیکل کېږي، چې غواړو په فوټ نوټ ( د لیکنې اخیرنۍ برخه)  تشریح ورکړو او یا یې هملته ماخذ ولیکو.

۱۴- مایل خط ( / ):

معمولاً د میاشتو، کلونو او ورځو د بېلوالي لپاره کارول کېږي. بېلګه: ۲/۹/۱۳۹۴

یا هم د دوو بېلو تاریخي سنو لپاره کارېږي.

بېلګه: ۲۰۱۵-۱۱-۲۶/ ۱۳۹۴-۹-۶

ځینې وخت مایل خط د (یا) معنا هم ورکوي.

۱۵- ایضاً یا د تکرار نښه ( // ):

دا نښه ډېر کله هلته کارول کېږي، چې موږ د یوې کلمې د تکرار مخنیوی غواړو نو پر ځای یې دا نښه راوړو.

پای

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه:

رفیع، حبیب الله- لیکونه سرلیکونه

لاروی، اسمعیل- مونوګراف لیکنه او سیمینار

پوهاند، ريښتین، صدیق الله- پښتو ګرامر