د بالیووډ پخوانۍ د حسن ملکه مادهوري ډیکشټ که څه هم اوس له هندي سېنما لږه لېرې ده او د پخوا په څېر په ډېرو فلمونو کې نه را ښکاره کېږي، خو لا یې هم د حسن مینان ډېر دي.
تازه هغې له سنجېدت سره په یوه فلم کې د کار کولو لپاره یو شرط ايښی دی.
دا له پنځه ویشت کلن ځنډ وروسته د سنجېدت او مادهوري تازه هوکړه ده چې پر یوه فلم یې سره کوي.
مادهوري ویلي، په دې شرط له سنجې بابا سره کار کوي چې د فلم هیڅ یوه برخه کې به داسې صحنه نه وي چې ډېره بېباکه او دا له سنجېدت سره نږدې کېدو ته مجبوره کړي.
که څه هم وړاندې د سنجېدت او مادهوري د مینې کیسې هم له چا پټې نه دي، خو په کلنک فلم کې د مادهوري دې شرط خلک حیران کړي دي.
وړاندې کلنک فلم مرکزي رول سري دېوې ته وړاندیز شوی و، خو د هغې له مرګ وروسته دا چانس مادهوري ډیکشټ ته ورکول شوی دی.
سرخط ورځپاڼه