ماشومانو ته مو نظم او دسپلین ورزدکړئ

لیکنه: ثناءالله مهربان

په فردي او ټولنیز ژوند کې نظم او روزنه خورا مهمه ده چې دغه چاره باید په کوچنیوالي کې ترسره شي،هغه ماشومان چې د دری یا څلورو کالو عمرته رسیږي نو ټولې ورځنۍ چارې یې باید د منظم مهالویش له مخې ترسره شي او دا ور زدکړل شي چې څنګه کولای شي چې خپلې زدکړی او کړنې په منظم ډول سرته ورسوي.

ولې ماشومان بې نظمه ژوند اختیاروي ؟

ماشومانو ته په کورنۍ کې د نظم په اړه څه نه ورښودل، د ماشومانو د کړنو په وړاندې د مور او پلار نه پاملرنه د مور یا پلار اوږد غیابت له کوره، د ماشومانو غوښتنې او فکر بابیزه ګڼل، د والدینو غیر منظم ژوند، په کورنیوکې دماشومانو له توان پورته اصولو وضع کول.

په ماشومانو کې د بې نظمۍ تاثیرات :

هغه ماشومانو ته چې د نظم او دسپلین په اړه روزنه نه وي ورکړل شوي ډيری یې ژر غوسه کیږي، د کورنۍ او ملګرو منځ کې په عادي خبرو غوسه ورځي او خفګان یې هم د نورو په نسبت زیات وي.

د نن کار سبا ته پریږي، په کارونو کې بې ارادې او سست وي او ورکړل شوي کارونه هم نیمګړي پریږي.

غیر منظم ماشومان د نورو په نسبت د ټولنې سره ځان نشي عیارولی، او غواړي چې ټولنې وګړي دې دده په شان شي

د خپلې بې نظمۍ له وجې په زدکړو کې هم ډیر بریالي نه وي.

په تصیم نیونه کې د ځان په نسبت نورو خبرو ته ډیر اهمیت ورکوي.

د ملګرو سره په ناسته پاسته او وعده باندی وفا کې سست وي.

هغه اصول چې کورنۍ کې دماشومانو د نظم په منظور وضع کیږي لاندی ټکي باید په کې رعایت شي.

اصول باید داسې وضع کړئ چې د ماشوم اوهم ستا درنښت په کې وساتل شي.

هغه محدویت چې تاسو یې وضع کوئ باید د ماشوم د شخصیت جوړونکې وي.

داصولو په رعایت کې مو باید د ماشومانو احساسات او عواطفو ته پوره پام کړی وي.

که چېرې مو ماشومانو د اصولو په وړاندې مخالفت وکړ تعجب مه کوئ او هغو ته مه غوسه کیږئ.

اصولو موهغو ته د وړاندیز په ډول وړاندې کړئ، نه د یو امر په توګه ځکه ماشومان د امر په نسبت وړاندیز ښه مني که چېری مو ماشومانو در څخه څه غوښتل او تاسو یې د پوره کولو توان نه درلود، نو غوښتنه یې محترمه وګڼئ هغوې تری محروم کړئ خو همدردي هم هیره نشي .

اصولو مو باید د ماشوم جسمي او روحي پلوه او دټولنې شراطو سره سم وي.

اصولومو باید د ملګرتیا په فضاء کې وي خو په عین وخت کې رعایت باید جدي ونیول شي.

په روحي لحاظ دی ته واداره کړه چې اصولو ته غاړه کیږدي که چیرې ماشوم داصولو نه سرغړونه کوله نو پرې غوسه مه کوئ دغوښتنې په ډول ترې وغواړه چې دا کار باید بیا ونه کړي.

هر کله چې ماشوم یوه لوی تیروتنه وکړه نو دیو مهربانه او عاطفي پلار په څیرې وبښه اودراتلونکې له پاره ورته دنه کولو توصیه وکړه .