ماشومانو ته په شپږ میاشتنۍ کې د خوړو ورکړه پیل کړئ!

له ټاکلي وخت څخه مخکې د ماشوم لپاره د کومکي خوړو پیلول کومې ستونزې پیدا کوي؟ کله چې ماشوم له اصلي وخت مخکې په کومکي خوړو روږدی شي، نو کرار کرار د مور له شيدو فاصله پیدا کوي او په دې سره یې د مور په سینو کې هم شيدې کمېږي او ماشوم له دې انحصاري تغذیې څخه بې برخې کېږي. دا چې د ماشوم عمر او په ټوله کې د هاضمې سيستم یې د دغه ډول غلیظو خوړو لپاره تیار نه وي، نو کېدای شي چې ماشوم ته اسهال او په ټوله کې د معدې مېکروب پیدا شي.

له اصلي وخت څخه مخکې د ماشوم لپاره د کومکي خوړو پیلولو خطرونه: که د ماشوم لپاره له اصلي وخت څخه مخکې خواړه ورکول پیل شي، نو ماشوم به په ډېرې سختۍ سره د خوړو له خوند او هضم سره بلد شي او په دې ډول به د غذایي موادو له ژوولو سره هم ستونزه ولري. هغه ماشومان چې ورته پر خپل وخت کومکي خواړه پیل نه شي، نو یوازې د مور په شيدو سره د هغوی د وجود اړین مواد نه پوره کېږي چې په پایله کې ماشوم د ويټامینونو له کموالي سره مخ کېږي او د ډول ډول ناروغیو د پیدا کېدو سبب ګرځي.

لومړیتوب ژباړه