ماشومان د مور پلار تقليد خامخا کوي؟

ژباړن : محب الله آرمل

يوه خبره چې مور و پلار بايد هېره نکړي دا ده چې دوی تل د خپلو ماشوماتو تر جدي څار لاندې دي، چې څه کوي، څه وايي هغه خپل ماشومان ترې زده کوي. دې ټکي ته پاملرنه پکار ده چې خپلو کړنو ته بايد هرو مرو متوجه شو، څه چې وايو څه چې کوو… بايد داسې وي چې که يې اولاد رانه کاپي هم کړي چې بدي ونلري.

که چېرته مور و پلار خلاص لاسي يانې سخي وي نو اولاد يې هم همدا لار غوره کوي او خپل مور پلار نمونه يا الګو ګرځوي. نو سخاوت مه هېروئ، سخاوت چې د خوشالي بهترين لامل دی خپل اولاد له خوشالي برخمن کړئ.

هره پرېکړه چې کوو، په هره موضوع چې بحث کوو، هره کليمه، لغت، جمله، ټوکه، حکايت، کيسه… چې وايو ماشوم مو راته ځير دی غوږ يې نيولی هر څه ويني او آوري تر ټولو مهمه لا دا چې دايمي حافظې ته يې سپاري. نو ماشومان يې رانه زده کوي که هغه مثبت کردار وي که منفي، که مينه وي که کرکه ، که زغم وي که تشدد… چې داسې ده نو د خپل ماشوم راتلونکې يوازې په همدې ډول وژغورئ چې خپلو کړنو ته ځير شئ پدې توګه به وکولای شئ هغوی ته يو ښه

شخصيت ورکړئ او برعکس که خپلې کړنې منظمې نکړئ نو دوی به هم نا منظم لوی شي.

دلته به تاسې ته د ځينې پلرونو د عمر تجربې چې دوی له خپلو پلرونو څه نقل کړي يا يې کاپي کړي هم درسره شريک کړو، دا لاندې اووه عادتونه اولاد له مور و پلار کاپي کوي .

۱ ـ ستاسې ماشوم ستاسې کړنې څاري، تاسې الګو کوي او څه چې کوئ دوی يې هم کوي او پدې ډول ستاسې چلندونه بېرته تاسې ته در ګرځوي.

 

۲ ـ هغه برخورد چې تاسې يې له خپلو ملګرو، د دفتر او کار له همکارانو سره کوئ هم ماشوم يې زده کوي او عين چلند له خپلو ملګرو، همزولو او ټولګي والو سره کوي.

۳ ـ ماشومان دې ته هم متوجه دي چې تاسې پيسې څنګه مديريت کوئ، آيا پول خرچه ياست که سخت يا متوسط .

۴ ـ ماشوم داهم نه هېروي او ورته ځير دی چې تاسې له مشرانو، يا رئس، آمر … ته څومره عطاعت کوئ په ټولنيزو مسايلو کې څه ډول آداب مرعاتوئ… که تاسې سرکشه ياست نو ستاسې ماشومان هم ستاسې غوندې ځان جوړوي او که تاسې آرام خلک ياست چې له هر چاسره په مينه مخ کيږي همدا چلند مو ماشوم کاپي کوي.

۵ ـ تاسې په کور، ټولنه، کار ځای… د نظم څومره لېوال ياست او دغه برخې ته څومره توجه کوئ، د مور پلار په توګه د کور نظم او د کور د غړو حقوقو ته څومره توجه کوئ، په تېروتنه څنګه کرکټر غوره کوئ، د خپلې تېروتنې په اړه څه ډول اقدام کوئ … دا هرڅه ستاسې ماشوم ګوري او کټ مټ يې کاپي کوي.

که تاسې خپلې تېروتنې ناديده ونيسئ، که تاسې د نظم او دسپلين شوقيان نه ياست، يا کار او کارځای په وخت نه ځئ نو له ماشوم موهم توقع مه لرئ چې ستاسې برعکس به د نظم پروا وکړي، يا به ښوونځي ته وختي ځان ورسوي.

۶ ـماشومان ستاسې د شخصيت او صداقت عمق ته لوېږي، تاسې چې کوم عمل ترسره کوئ فکر کوي چې دا بالکل سم عمل دی، که جعل کاري وکړئ، که ستاسې عمل ستاسې له فکر سره سم نه وي، که له خلکو سره په فرېب چل او دوکه ملګري وکړئ … او بل آخره چې هر ناسم کار کوئ ماشوم يې سم بولي او کاپي کوي.

۷ ـ ماشومان مو سخاوت او ورکړه هم په دقيق ډول مطالعه کوي، کله چې تاسې له نورو سره مرسته کوئ او هغوی مننه کوي، تاسې خوشاله کيږئ نو ماشومانو هم هڅيږي چې عين کارونه ترسره کړي.

 

نو !کله چې خيريه کارونه کوئ ريښتينولي مه هېروئ تر څو ماشومان مو هم عين ځانګړنې کاپي کړي او ژوند په مينه او اخلاص تر سره کړي.