ماشوم ته دغه ۷ جملې مه واياست

دويمه/وروستۍ برخه۵. څه درته ووایم؟

ولې داسې پوښتنه کوئ چې پخپله یې هم په ځواب نه پوهېږئ؟ تمه مو څه ده چې ماشوم څه ځواب درکړي؟ کله چې پوښتنه کوئ، بوټونه دې چېرته وایستل؟ هغه په شیطانت او خندا ستاسې له څنګه تېرېږي. که تاسې د هغه له دې کاره ځورېدلي ياست، ورته وواياست چې ډېره خپه یم چې مجبوره دې کړم، درېیم وار درته تکرار کړم چې بوټان دې د دهلېز په المارۍ کې کېږده.

۶. قول درکوم چې…

ماشوم ته باید نه ژمنه ورکړو او نه له هغه ژمنه واخلو. زموږ روابط باید د اعتماد او اطمینان په اساس وي. کله چې مور و پلار د خپلو خبرو د تایید لپاره مجبور دي چې ژمنه ورکړي، پخپله په دې باندې اقرار کوي «کله یې چې وعده نه وي ورکړې هغه خبره یې د اعتبار وړ نه ده.» وعده ورکول د دې سبب کېږي چې ماشومان له واقعیته لرې توقعات او غوښتنې پیدا کړي. که ماشوم ته وعده ورکړئ چې د جمعې په ورځ دې ژوبڼ ته بیایم، ماشوم دا وعده یوه حتمي ژمنه او تعهد ګڼي او داسې فکر کوي چې د جمعې په ورځ به نه باران ورېږي، نه به موټر خرابېږي او نه به دی ناروغه کېږي.

له بلې خوا له ماشومه هم ژمنه اخیستل په دې اړه چې نور به سم چلند کوي او یا هم نور به دا ناسم کار نه کوي، مناسب کار نه دی. کله چې موږ له ماشومه ژمنه اخلو چې خپل بد عمل اصلاح کړي او یا په راتلونکي کې ښه چلند ولري، ماشوم په نا غوښتلې توګه وعده ورکوي او دا ژمنه د هغه خپله ژمنه نه ده، ځکه دا ژمنه د هغه په وس کې نه ده. موږ ته نه ښایي چې د دې ډول غولوونکو کړنو مشوق واوسو.

۷. یوه خبره څو ځلې درته وکړم؟

هغه میندې او پلرونه چې په نېښ‌داره خبرو کې ذاتي استعداد لري، د ماشوم د رواني روغتیا لپاره یو لوی خطر دی. دا ډول میندې او پلرونه لکه کوډګر چې په خپلو کلماتو کوډې کوي او د ښو روابطو په منځ ته راتګ کې خنډ پېښوي او د دې خنډ ګرځي چې د خپل ماشوم او د ځان تر منځ یوه سالمه عاطفي رابطه جوړه کړي، همداسې دي. یوه خبره څو وار درته وکړم؟ کوڼ یې؟ ولې مې خبرې ته غوږ نه نیسې؟ دا میندې، پلرونه ښایي پر دې نه پوهېږي چې په دا ډول کنايې او نېښ‌داره خبرې د ماشوم متقابل عمل راپاروي او دا سپکوونکې خبرې ماشوم تحریکوي، د هغه ذهن د انتقام له یوې خیالي نقشې ډکوي چې په پايله کې یې د هغوی روابط له ماشوم سره له منځه ځي.