سه شنبه , 23 اپریل 2024

ماشوم ولې ژاړي او څنګه یې ارامه کړو؟

د ماشومانو په ژوند کې ژړا کومه ناروغي نه ده، دا یو طبیعي خبره ده چې ټول ماشومان ژاړي، ځینې کم خو ځینې بیا ډېر.

هغه ماشومان چې خبرې کولای شي د ژړا په علت یې تاسو زر پوهیږئ، خو هغوی چې خبرې نشي کولای د ژړا لپاره یې میندې اندیښنه کوي، د مخنیوي لپاره دلته درسره معلومات شریکوو.

د ماشومانو د ژړا لامل څه دی؟

– کله چې ماشوم وږی شي ژاړي.

– باد، قولنج، قبضيت او د نس درد ماشوم ژړوي.

– تبه، سینه بغل، بندونو او ستونې درد د ماشوم د ژړا سبب کيږي.

– ځیني ماشومان لوند ټوكر يا پمپر تر ډېره وخته نه شي زغملى.

– ځيني ماشومان له تړل كېدو سره روږدي وي، چې خوب ورشي تر هغو پورې ژاړي چې تړل شوی نه وي.

– اكثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي.

– په دوامداره توکه په یو اړخ ویده کیدل د ماشوم د ژاړ لامل کیږي.

– د پتلونه يا نيكر لاسټيک یا کشک هم كه ډېر ټينګ وي د ماشوم نس ورخوږوي او ژاړي.

د ماشوم ژاړ څنګه ارامه کړو؟

د ماشوم د خوب ځای ته پام وکړئ، په افغانستان كې خصوصاً په كليو كې حشرات ډېر دي لکه ورږې، كټمل، مياشې او داسې نور، کله چې ماشوم وچيچلى، نو له ژړا پرته به بله چاره نه لري.

– کله چې ماشوم د شپې له خوا ژاړي لږ صبر وکړئ، ترڅو د ژړا ډول علت یې معلوم، ماشوم وګورئ، خو څراغ مه روښانه کوئ ، خبرې مه کوئ او سترګو ته یې مه ګورئ، تر څو بیرته ویده شي.

– که د ژړا پر وخت د ماشوم شا او خېټې ته یې په خپلو لاسونو ماساج وکړئ، دېر زر به قرار شي.

– کله چې ماشوم ډېر ژاړي او چیغې وهي، هر څه مو چې په لاس کې وي، پرځمکه یې کېږدئ او پرته له ځنډه هغه په غیږ کې ونیسئ.

كه ماشوم ژاړي او وږى نه وي، ټوكر يې وګورئ، كه لوند يا چټل و، زر تر زره یې بدل يې كړئ.

– كه ماشوم موړ وي، ټوكر يې بدل شوى وي او بيا هم ژاړي؛ نو خوب به یې راځي، په غېږ كې يې ونيسئ، ټپ ټپ يې كړئ او للو للو ورته ووايئ، ماشوم به زر ويده شي.

– کله چې ماشوم ژاړي او تاسو غواړئ چې ویده شي، له ډارولو یې په کلکه ډډه وکړئ، دا کار د نورو زیانو سربیره په خوب کې هم د ماشوم د ژړا سبب کیږي.

– د ماشوم تړلو ته پام وکړئ، ځينې ميندې ماشوم په سوزني باندې ډېر كلک تړي، دا هم د ماشوم د ناارامۍ او ژړا يو علت كېداى شي.

– د ماشوم د یخ مخنیوی یې وکړئ، ماشومان د ګرمۍ په خاطر زر نه ژاړي؛ خو د يخنۍ په وجه زر عكس العمل ښكاره كوي.

– اكثر ماشومان د غاښ ايستلو پر مهال ناارامه وي او ژاړي، په دې وخت کې ګوته پر صابون باندې پاكه ووينځلې، د ماشوم پر وريو تېره كړې، ممكن د نوي غاښ كلكه تېره څوكه به مو په ګوته ولګېږي، په دې وخت کې له ډاكتر سره په مشوره يې علاج وكړئ.

لیکنه: زرغونه محمدي