پنجشنبه , 28 مارچ 2024

مالي وزارت: افغانستان په بشپړه توګه د چین د (AIIB) بانک غړی شو

افغانستان په بشپړه توګه د اسیا پر زیربناوو د پانګونې د بانک غړی شو. ددغه بانک رهبري چین پر غاړه لري او اصلي موخه یې په اسیا کې د بنسټیزو پروژو ملاتړ دی. د افغانستان د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړه یې په واشګنټن کې د پیسو د نړیوال صندوق د غونډې په اشیه کې له چین سره لاسلیک کړې ده. په دې توګه نو ددغه بانک د غړو شمېر ۸۰ هېوادونو ته لوړ شو. ټاکل شوې چې د روان کال تر پایله ددغه هېوادونو شمېر ۹۰ ته لوړ شي او دوی به په دغه بانک کې ۹۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي. د اسیا د بنسټیز پروژو د پانګونې بانک یا (AIIB) د چین له لوري جوړ شوی دی او اصلي موخه یې هم دا ده، چې په اسیا کې پر سترو او بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي. چین په رسمي توګه په دغه بانک کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ.