مثبت فکر مو هیلو ته رسوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کلونه وړاندې د یوه ځوان یوازېنۍ هیله دا وه چې خلکو ته د طبابت له لارې خدمت وکړي، خو بېوزلي یې د دې لامل شوې وه چې تر لسم ټولګي پورته زده کړې ونه شي کړای. هغه په یوه روغتون کې د عادي کارګر په توګه دنده واخیسته، د روغتون د خونو غولي، ښیښې او د ډاکترانو مېزونه به یې پاکول. عادت یې و چې د شپې به یې د خپل خوب کوټه کې تر ویده کېدو مخکې ذهن کې ځان ته د لوی ډاکتر تصویر جوړاوه. فکر یې کاوه چې ګواکې لوی ډاکتر دی او له نورو ډاکترانو سره څنګ په څنګ سپینه چپنه کې چې سټېټس کوپ یې پر دواړو اوږو را پروت وي، د روغتون په هره کوټه پر بسترونو ګرځي او د ناروغانو پوښتنه او درملنه کوي. هغه له روغتون نه هغه بنر چې د ډاکترانو نومونه پرې د رتبې له مخې لیکل شوي وو، د خپل خوب کوټې ته راوړی و او د خپل کټ مخامخ یې پر دېوال ځړولی و.

دا چې ده پر ځان باور درلود او تل یې مثبت فکر کاوه، نو نوم یې د روغتون د ډاکترانو په ذهنونو کې پاتې شو او تر هغه چې خوب به نه و وړی، مخامخ بنر ته به یې کتل او په خپلو هیلو کې به غرق تللی و. نه پوهېږم څومره وخت به ده دا ډول خوبونه لیدل او دغه کار ته به یې ادامه ورکړې وي، خو له شک پرته چې دغه څه به یې د ډېر وخت لپاره تکرار کړي وي، د روغتون یوه ځوان ډاکتر له دې کبله چې دغه کارګر خپل کارونه په سم ډول ترسره کول، له خلکو سره یې ښه چلند درلود، په وزګار وخت کې یې ده ته دغه کار هم وسپاره چې د جراحۍ سامانونه ضد عفوني یعنې په جوش اوبو پرېمينځي.

څه موده وروسته یې د پېچکارۍ لګول او له ناروغانو سره یې لومړنۍ مرستې کول هم د ډاکتر په خوښه پیل کړل او همداسې په ترتیب سره له عادي کار کوونکي څخه د ډاکتر نرس او دستیار جوړ شو. له څه مودې وروسته ډاکتر ورته مشوره ورکړه او ویې هڅاوه چې ولاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. بالاخره د ده دغه مثبت فکر پایله ورکړه، دغه ځوان اوس د روغتون عادي کار کوونکی نه، بلکې لکه څنګه یې چې په ذهن کې تصویرونه جوړول، یو لوی او مشهور ډاکټر دی. ده له خپل مثبت فکر سره خپل ټول لیدلي خوبونه پر حقیقت بدل کړل.

رښتينې شتمني د مثبت فکر، مینې، شوق او لېوالتیا زېږنده ده.

دغه ځوان بې له دې چې پوه شي یو ستر فکري ځواک یې په کار اچولی و.

ارواپوهان وایي: ((د هغه څه د وروستۍ برخې لیدل چې په اړه یې فکر کوئ، په دې معنا دي چې دغه کار مو ترسره کړی دی.)) معنا دا چې خپل خوبونه تر پایه تعقیب کړئ او هیلو ته مو قوت ور وبښئ.

لکه څرنګه چې هغه ځوان غوښتل ډاکتر شي، هغه په خپل ذهن کې تصویر جوړ کړی و او احساس یې کاوه چې ډاکتر دی، ویې کولای شول چې خپله دغه هیله پر حقیقت بدله کړي. ده په همدې هیله ژوند کاوه او همدا هیله یې ژوندۍ ساتلې وه، خپلې دې هیلې ته یې وزرونه ورکړل او مینه یې ورسره وکړه، هغه کارونه یې وکړل چې د دې هیلې په پوره کېدو کې یې ورسره مرسته کولای شوه، په پوره ایمان او عقیدې سره یې دغې هیلې ته لاره هواره کړه.

دغه ځوان کولای شوای چې ځان یې تېر ایستلی وای ((زه خو زده کړې نه لرم)) ((هېڅوک نه پېژنم، چې مرسته راسره وکړي))، ((نور ښوونځي ته زما د تللو وخت تېر شوی)) ((زه هېڅ پیسې نه لرم، د طب علم کلونه وخت او پیسې غواړي)) او یا ((زه کله دومره وړتیا لرم))، خو دی وتوانېد چې له دې ډول فکر کولو ځان وژغوري او هیلو ته د حقیقت جامه ور واغوندي.

د ده د بریا راز دا و چې لویه فطري شتمني یې پر کار واچوله، دغه شتمني مثبت فکر کول و.

ډېر کله خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره ځینې لارې له موږ ورکې وي، په داسې حال کې چې په اسانۍ سره لیدل کېږي. پښتو متل دی چې: تر څراغ لاندې تیاره وي؛ یو څه چې د انسان لپاره لازم دي او غوښتنه یې کوي باید په خپل ذهن کې یې مجسم کړي او داسې فکر وکړي چې ګني دغه کار ترسره شوی دی او یا هم سل په سلو کې کېدونکی دی.

که مو فکر وکړ هغه څه چې غواړئ ترلاسه کړي مو دي، بې له شکه چې ورته وبه رسېږئ.

که پوه شئ چې ذهن څه ډول کار کوي، نجات به پیدا کړئ او له بنده به خلاص شئ، تاسو به د هغه څه څښتن شئ چې ستاسو ذهن یې غواړي. سالم ذهن سلامتي منځ ته راوړي او سالم ذهن به تاسو ته سالمه شتمني در په برخه کړي.

لوستونکو! تاسو حق لرئ چې شتمن و اوسئ، تاسو د دې وړ یاست چې له شتمنیو یوه ډکه نړۍ له سره تېره کړئ.

نړۍ مو له خوښیو ډ  که شه او تل د مثبت فکر خاوندان و اوسئ.