سه شنبه , 16 اپریل 2024

مجیب الرحمن د ویټالیټي بلاسټ د تېرې شپې لوبه کې دوه ویکټې واخیستې

مجیب الرحمن د ویټالیټي بلاسټ شل اوریزو تجارتي سیالیو د تېرې شپې لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول.

دې لوبه کې مجیب اړوند همپشایر لوبډلې شوري لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.

شوري لوبډلې یاد هدف د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۹م اور کې پوره کړ.

مجیب ۴ اورونو کې د ۳۱ منډو په ورکولو سره دوه ویکټې واخستې.

د همدې سیالیو بله لوبه کې د ظاهر خان اړوند لینکا شایر لوبډلې بیارس لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۰۳ منډو هدف ورکړ.

بیارس لوبډلې دا هدف ۱۵م اورکې د درې ویکټو په زیان پوره کړه.

دې لوبه کې ظاهر خان ۴ اورونو کې د ۳۱ منډو په ورکولو سره یو لوبغاړی وسوځاوه.

خبریال: نصرت الله عمرزی