محمد حنیف اتمر مسکو کې له روسي چارواکو سره په مهمو مسایلو غږېږي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې ته  د محمد حنیف اتمر سفر د هغه د سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه شوی دی.

یاد وزارت وايي، تمه ده ښاغلی اتمر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف په ګډون له یو شمېر روسي چارواکو سره وګوري.

د دې سفر په ترڅ کې به حنیف اتمر له روسي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په خاطر ژورې خبرې وکړي.

د دې سفر په ترڅ کې به حنیف اتمر له روسي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په خاطر ژورې خبرې وکړي.

اتمر داسې مهال روسیې ته تللی، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په برخه کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د انتقالي حکومت په اړه وروستیو څرګندونو اندېښنې پیدا کړي دي.

هغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابلوف څرګندونې د افغانستان او روسیې د اړیکو خلاف بللې وې.

بل پلو په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې اړیکې هم افغان حکومت ته د بحث مسئله جوړه شوې ده.

د فبروري میاشتې په سر کې د طالبانو یو پلاوی د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته تللی و او هلته یې له روسي چارواکو او رسنیو سره په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځته کېدو خبره کړې وه.

خو دا روښانه نه ده چې ښاغلی اتمر به په دې سفر کې د دې موضوعاتو په اړه له روسیې د افغان حکومت اندېښنې مطرح کړي او که نه؟

بل‌خوا بیا د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د ښې همکارۍ د را جلبولو لپاره عمر داوودزی اسلام ته رسېدلی دی.

عمر داودزي هغه مهال ویلي وو، چې په دې سفر کې به له پاکستان څخه وغواړي، چې د خپل نفوذ څخه په استفاده، طالبان اوږدمهال یا هم لنډ مهال اوربند ته وهڅوي.