محمد نبي بېگ بش کې د پولارډ د لارې خنډ شو

د افغانستان پیاوړی لوبغاړی محمد نبي تېره ورځ یو ځل بیا خپلې لوبډلې لپاره پیاوړې لوبه وکړه او مهمې وېکېټې يي واخیستې.

محمد نبي چې مېلبورن رېنېگېډز لوبډلې لپاره لوبې کوي تر دې دمه توانیدلی چې خپله وړتیا ثابته کړي او هرې لوبې کې پیاوړې هر اړخیزه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

تېره ورځ محمد نبي یو ځل بیا خپل لومړی اور کې خپلې لوبډلې لپاره لومړۍ وېکېټه ترلاسه کړه.

د تېرې ورځې لوبې کې چې ټولو توپ اچوونکو ډېرې منډې ورکړې وې محمد نبي سربېره پر دې چې دوه مهم لوبغاړي يي وسوځول ډېره اقتصادي توپ اچونه يي هم وکړه.

محمد نبي خپل څلور اورونو کې یوازې ۱۵ منډو ورکولو سره د هېنډزکومب او ډنک، چې د مېلبورن سټارز لوبډلې تر ټولو پیاوړي توپ اچوونکي دي، وېکېټې واخیستې.

د توپ وهنې په برخه کې هم نوموړی د خپلې لوبډلې نورو توپ وهونکو په پرتله ښه لوبه وکړه. محمد نبي په ۱۷ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۳ منډې جوړې کړې.

هېره دې نه وي چې د بېگ بش لیگ له پیل څخه وړاندې رېنېگېډز لوبډلې وویل چې محمد نبي یوازې د پیل څو لوبو لپاره اخلي او کله چې پولارډ بېرته بېگ بش لیگ ته ستون شي نو محمد نبي به نور ونه لوبوي.

خو د محمد نبي پیاوړې او اقتصادي توپ اچونه او یو شمېر لوبو کې يي غوره او چټکه توپ وهنه ښيي چې نوموړی به دغې لوبډلې کې پاتې شي او د پولارډ پر ځای ولوبول شي.

له دې وړاندې څو لوبو کې هم د رېنېگېډز لوبډلې لوبډلمشر خپلو څرگندونو کې ویلي چې محمد نبي د دغې لوبډلې د بریاو له سترو لاملونو څخه دی او د نوموړی پیاوړې او اقتصادي توپ اچونه له دغې لوبډلې سره هرې لوبې گټلو کې د پام وړ مرسته کړې.