محمود اڅکزی: د ډیورند په فرضي کرښه دپاکستان لخوا داغزن تار لګولو مخنېوی دی وشي

د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي پاکستان دا حق نلري چې په ډیورند فرضي کرښه دې اغزن تار وغځوي.

نوموړی وايي پاکستان دې پخپله بهرنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي که نه دا هېواد به له نورو ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې محمود خان اڅکزي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد د پاکستان د پوځ سلوک هم نیوکې کړي.

نوموړي وویل د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې دې پلمې نه جوړیږي.

د ده په خبره د پښتنو یاد غورځنګ د خپلو حقونو لپاره را پورته شوی او باید ټولې غوښتنې یې ومنل شي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې او لاریونونه دوام لري.

دوی وايي نور دې پوځ پوی شي چې پښتانه د دوی په وحشت او دهشت نه ویریږي او د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره به هر هغه څه وکړي چې په توان کې یې دي.

جمشید ملکزی