مرمرینه مانۍ: د ارګ او جمعیت تر منځ خبرو ته اجازه نه ورکوو

تر اوسه د ارګ او جمعیت تر منځ هیڅ خبرې نه دي شوې. په سپیدار ماڼي کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي رسنیو ته ویلي؛ تر اوسه د ارګ او جمعیت تر منځ هیڅ راز خبرې نه دي شوې او سپیدار ماڼۍ هم د روان کړکېچ او کشمکشونو تر بشپړ حل پورې دواړو لورو ته د خبرو اترو اجازه نه ورکوي. د سرچینې په وینا هغه خلک چې د جمعیت په استازولۍ له ارګ سره د خبرو په لټه کې دي، غواړي اجراییه ریاست بد نام کړي او یوازیني موخه یې د سپیدار ماڼۍ پاشل دي. دغه راز په ارګ کې هم یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي تر اوسه پورې د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند تر منځ هیڅ راز خبرې اترې نه دي شوې. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ارګ او د بلخ د لرې کړل شوي والي اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.