مسلکي خبریالي او د هغه ګټې

راټولونه: هدایت شاه هدایت

خبریال هغه چاته وايي، چې خلکوته په زړه پورې ورځني مسایل، چې خبري ارزښت ولري د بېلابېلو ژانرونو په چوکاټ کې وړاندې کړي.

د خبریالانو توهینول، ډبول، ټپي کېدل او وژل کېدل هغه څه دي، چې خبریلان د خبریالۍ له مسلکه زړه توري کړي.

د خبریالانو د ځورونې په دغو مواردو کې، که له یوه اړخه دولت، چارواکي، مخالفې ډلې او یا ولسي خلک ښکېل دي؛ خو بل لورته کله کله خبریلان په لوی لاس پورته یادو شویو خلکو ته ددوې د ځورونې چانس په لاس ورکوي.

د امنیتي پیښو پر مهال د امنیتي ځواکونو له اجازې پرته د پیښې سیمې ته نږدې کېدل، امنیتي ځایونو ته د تګ پر مهال د تالاشۍ نه ورکونه، د ملي ارزښتونو خلاف د مطالبو خپرول او د ‎ژورنالیزم له نړیوالو اصولو او اخلاقو څخه څخه سرغړونه هغه عمده عوامل دي، چې خبریالان له ګواښ سره مخامخوي.

د یو ژمن او مسلکي خبریال په توګه که د خبریالۍ اخلاقو اواصولو ته چې له حقیقت ویلو، دقت، سرعت، بې طرفي،د دیني ارزښتونواو فرهنګي میراثونوله درناوی، د راپور په سر له خلکو د بډې نه اخستل، د ملي او پوځي اسرارو نه افشا کول او د خلکو له نه توهینولو څخه عبارت دي پاملرنه وکړو نو باوري یم چې له هېڅ ډول ګواښ سره به نه مخامخ کیږو او له دې ټولو سره سره به مو لاندې ګټې هم کړې اوسي.

۱ـ یو مسلکي خبریال به اوسو.

۲ـ د خلکو پر وړاندې به مو خپل اعتماد ساتلی اوسي.

۳ـ په خلکو کې به مو محبوبیت ترلاسه کړی اوسي.

۴ـ د چارواکو او خلکو له تورونو او ګواښونو به موځانونه خلاص کړي اوسي.

او له دې ټولو سره به مو ځان، مال او عزت خوندي او په ټولنه کې د ښه نوم او شهر ت خاوندان اوسو.