مصري وګړو ته د لس زره ډالرو په بدل کې تابعیت ورکوي

مصري رسنۍ وایي، دغه هېواد هغه وګړو ته د لس زره ډالرو په بدل کې تابعیت ورکوي چې غواړي په دغه هېواد کې ژوند وکړي.

د مصر الشرق ورځپاڼې د پارلمان د امنیتي او دفاعي کمېسیون د رییس له قوله ویلي، د مصر پارلمان ته یو نوی قانون وړاندې شوی، چې له مخې به یې بهرنیو وګړو ته د لس زره ډالرو بدل کې د یاد هېواد تابعیت ورکول کېږي.

د یاد قانون د دویمې مادې پر اساس هغه کسان چې غواړي د مصر تابعیت واخلي باید لس زره امریکایي ډالر او یا هم د مصر په پیسو د همدې رقم معادل په بانک کې ولري.