پنجشنبه , 28 مارچ 2024

مصري ځواکونو په سینا ټاپو وزمه کې ۱۶ سخت دریځي وژلي دي

د سینا په نا ارامه ټاپووزمه کې پوځي عملیات د تېرې جمعې په ورځ د دغه هیواد د ولسمشر په امر پیل شوي، چې تر دې مهاله یې په لسګونه سخت دریځو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا عملیات وروسته تر هغې پیل شول، چې د دغه هیواد په یو جومات کې وسله والو په سلګونه کسان ووژل.

د مصر پوځ وايي، د سینا په ناارامه ټاپووزمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې۱۶ تنه سخت دریځې وژلې او تر۳۰ تنو زیات نور یې نیولي دي.

د مصر پوځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو د زېرمو، موټرو او د تریاکو د کروندو په شمول، لسګونه نور اهداف هم ویجاړ کړي دي.

دا پوځي عملیات چې د جمعې په ورځ پیل شوي وو، په کې د مصر هوايي، سمندري او ځمکنیو ځواکونو برخه لرله.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ددې هېواد امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د دې میاشتې تر پای پورې دې سخت دریځي وځپي.

السیسي د سخت دریځو د ځپنې لپاره د نومبر په میاشت کې درې میاشتنی ضرب الاجل وروسته له هغې وټاکه چې وسله والو د سینا په شمال کې په یوه جومات کې په بمي چاودنو او ډزو ۳۱۱ کسان ووژل.

دا د مصر په معاصر تاریخ کې تر ټولو مرګوني ترورېستي حمله ګڼل شوې ده.

ګومان کېږي چې په سینا ټاپووزمه کې له داعش سره تړلو وسله والو دا خونړۍ حمله ترسره کړې ده.

د سینا ټاپووزمه له اسرائیلو او غزې له تړانګې سره پوله لري.