مطالعه دې مطالعې ته رابلي!

ژباړن: خيال ولي

کله چې د کوم ليکوال کتاب مطالعه کړې، د کتاب عبارتونه او فکر دې زړه کې ځای ونيسي او ليکوال ستا د هغه زړه پر لار تللای وي چې د کتابونو له امباره خوند اخلي؛ ته هڅېږې چې د دې ليکوال نور کتابونه پيدا کړې او ويې لولې. همداسې ما سره شوي. څه باندې لس کاله مخکې مې د شيخ الاسلام ابن تيمية – رحمه الله – يو ګټور کتاب ولوست. د کتاب نوم «اقتضاء الصراط المستقيم في مخالفة اصحاب الجحيم» و. کله مې چې نوموړی کتاب پای ته ورساوه، همدې مطالعې هڅولی وم او ناپامه د شيخ الاسلام کتابونو پسې ګرځېدم. کتاب الايمان، منهاج السنة النبوية، الجواب الصحيح لمن بدل دين المسيح او نور ډېر کتابونه مې يې پيدا کړل او ومې لوستل. اوس مې د هغه دېرش جلده ستره فتاوی پيدا کړه، ومې پېرودله، د دنيا وَرونه مې په ځان پسې پورې کړل او د کتابتون وَر مې پرانيست، ځان سره مې وويل:

همدا د علم ومعرفت يخ او خوږ حوض دی، ورغوپه شه!