پنجشنبه , 18 اپریل 2024

مطالعه مو بریا ته رسولی شي

لوستل هرو مرو اغېز لري او بدلون در په کې راولي

ویلیم جیمز سل کاله مخکې ویلي وو چې د انسان شخصیت په ۳۰ کلنۍ کې تثبیتېږي او وروسته بیا بدلون نه مومي. پر دې نظریه کلونه تېر شوي، د لا ثابتولو لپاره یې څېړنې شوې دي خو د نورو افسانو په څېر پر خپل ځای پاتې ده. نه یوازې دا چې څېړونکې وایي چې د انسان شخصیت په ۳۰ کلنۍ کې ثابتېږي، بلکې ډېر یې بیا پر دې اند دي چې دا یوه ارثي چاره ده او مخکې له مخکې معلومه شوې ده.

ډېری په دې اند دي او دا خوښوي هم چې مناسب اندام ولري، هوښیار وي او تل یې بخت ورسره یاري وکړي، له دې سره په څنګ کې دا هم غواړي چې خپل شخصیت جوړ کړي؛ ځکه ځینې شخصیتي ځانګړنې کله کله ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي؛ لکه له اندازې زیاته اندېښنه کول شخصیت ته په شدت سره زیان رسوي او انسان له یو ډول روحي فشار سره مخ کېږي او دغه راز د انسان پر ورځنیو چارو هم اغېز پرېباسي او یا هم هغه کسان چې تل هر څه په خپل زړه کې ساتي، د هغو کسانو په نسبت چې خپلې خوښۍ او ستونزې له نورو سره شریکوي، ډېر توپیر لري.

له دې سره په څنګ کې داسې نورې ځانګړنې هم شته چې ښې او بدې پایلې له ځان سره لري؛ کېدای شي تاسو یو داسې کس و اوسئ چې له هر ډول چاپېریال، خلکو او کارونو سره جوړجاړی وکړئ چې ستاسو دغه ځانګړنه تاسو ته په خپلو چارو کې پوره بریا در په برخه کوي او خلک درسره مینه کوي. که خدای مه کړه داسې یو کس و اوسئ چې خلک درنه نفرت کوي، هڅه وکړئ ځان پر داسې یوه کس بدل کړئ چې خلک درسره مینه پیدا کړي. د ارواپوهانو په اند، هغه شخصیتي ځانګړنې چې زموږ رفتار او سلوک څرګندوي پر پنځو لویو برخو وېشل شوې دي. په دې پنځو برخو کې یوه یې هم “تجربه” ده چې تر ټولو مهمه بلل شوې ده.

ډېری کسان د افسانو قرباني شوي او پر دې اند دي چې د انسان شخصیت بدلون نه مومي. دوی داسې فکر کوي چې د ټول ژوند په اوږدو کې به له انسان سره هماغه یو ډول شخصیت ملګری وي او بدلون به نه کوي، خو که پر دې پوه شي، لا هم امید شته چې وکولای شي خپل شخصیت ته بدلون ورکړي، نو خوښ به شي.

په ۲۰۱۴ کال کې دوو څېړونکو هوډ وکړ چې یوه نوې فرضیه رامنځته کړي، هغه دا وه چې ایا مطالعه کولای شي د انسان شخصیت ته بدلون ورکړي؟ او که ځواب هو وي نو څومره کولای شي پر شخص باندې مثبت تاثیر وکړي؟ د ډېرو په زړه پورې څېړنو په پایله کې دا جوته شوه چې افسانوي کیسې او داستانونه په خاصو او ځانګړو ډولونو جوړول او لوستل کولای شي انسان ته بدلون ورکړي، خپلې خوا ته یې جذب کړي او اصلاح شي. د شخصیت له ځانګړنو څخه چې ادبیات پر هغې اغېز کوي، هغه “همدلي” او هم رازي ده، دغه توان مندي په دې معنا ده چې انسان کولای شي خپل ځان د بل پر ځای فرض کړي. د څېړنو له مخې تر ډېره هغو کسانو چې دغه ډول افسانوي کیسې او داستانونه یې لوستي کولای شي په ډېرې اسانۍ سره د نورو خلکو احساسات درک کړي، البته داسې نه ده چې یوازې زړه سواندي کسان ډېره مطالعه کوي، بلکې ډېره مطالعه په انسان کې د همدلۍ حس پیدا کوي.

د دغو څېړونکو څېړنې ادبیات په دريو برخو وېشي؛ داسې چې ادبیات کولای شي له لنډمهال بدلون سره سره په انسان کې اوږدمهال بدلون هم راوستلی شي.

۱- فکر وکړئ د نورو په ذهن کې مو ځای نیولی

د داستانونو لوستل موږ ته دا چانس راکوي چې له دې لارې وکولای شو د یو چا داخلي دنیا ته ور دننه شو او د دوی خپل شخصیت هم کشف کړو او ویې پېژنو، لکه څرنګه چې د تاریخي کتابونو لوستل په اړوند برخه کې زموږ معلومات زیاتوي، دغه راز کیسې، ناولونه او رومانونه هم کولای شي موږ ته اجتماعي خواص او مهارتونه را وښيي.

۲- په موقتي ډول مو خپل احساسات پردي کړئ

د لیکوال د لیکلو سبک او هغه کنایې چې لیکوال په خپله لیکنه کې کارولې دي، د دې سبب ګرځي چې لوستونکی دومره د ځان په طرف جلب کړي چې ان کله کله ځان د داستان او یا ناول د اصلي کرکټر په توګه ورته برېښي. دغه راز مطالعه مو دې ته اړه کوي چې له سره پر خپل فکر او ذهن باندې کار وکړئ او کار کولو ته یې مجبور کړئ.

۳- د مطالعې له لارې خپل او د بل شخصیت معلومولی شو

د کتابونو مطالعه موږ ته دا وړتیا راکوي چې د لیکوال شخصیت په اسانۍ سره درک کړو، ویې پېژنو او دغه راز ورسره خپل شخصیت پرتله کړو.

په حقیقت کې که د مطالعې په وخت کې رانه اصلي لاره ورکه نه شي، نو کولای شو په ډېرې اسانۍ سره د خپل شخصیت منفي ټکو ته پام وکړو او اصلاح یې کړو، څومره مو چې ذهن خلاصېږي، په همدې اندازه مو د غمرازۍ او همدلۍ فکر په سر کې وده کوي او په اسانۍ سره کولای شو د نورو خلکو احساسات درک کړو چې دغه کړنه مو بیا پر دایمي اړیکو هم اثر پرېباسي چې په اصل کې به مو بیا خپل شخصیت ته د خپلې خوښې وړ بدلون ورکړی وي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي