مطالعی لپاره پنځویشت غوره او بنسټیزې لارې

لیکوال : الهام الله بابر

۱.زده کړه او په تیر بیا مطالعه خورا اړینه کړنه ده چې د انسان فکري ذکاوت غښتلتیا سبب ګرځي فلهذا دغه پنځویشت مهم ټکی چی په وروسته توګه بیانیږی کولای شی ستاسو د یادولو کچه څو برابره لوړه کړی همدارنګه استقامت او ټینګښت د مطالعی له لومړنیو اړتیاوو څخه شمیرل کیږی.د مطالعی په بهیر کی پښو ته حرکت وړکړی دا کار د وینی د جریان زیاتوالی ، او همدارنګه د یادولو او فکری تمرکز ډیروالی سبب ګرځي

۲.که چیری د هغو مطالبو تر منځ چی مخکی مو زده کړی او هغه چی استاد یی وایی توپير او نا برابری موجوده وه پوښتنه وکړئ دغه راز د مطالعی په وخت کی هیڅ کله منفی خبری مه کوی.

۳.د ویده کیدو په وخت کی غږیز ثبت ته غوږ شئ .هغه مطلب چی غواړی زده یی کړی ، د ویده کیدو په وخت کی غږیز ثبت سر ته کیږدئ او ورته غوږ شی . دغه روش د ژبی په زده کولو کی ښه اغیزمن دی همدارنګه خپله موخه (هدف) وټاکئ . یوه مشهوره خبره ده : ذهن چی هر څه درک کړی ، لاس ته یی راوړلی شی . د هر څه په اړه چی فکر کوی لازمه ده چی ځان سمبال کړئ .

۴.نورو ته یی تدریس کړی . د یادولو یوه ښه لاره داده چی نور ته یی ور زده کړی دا کار تاسی د مطلب پوره یادولو ته مجبوره وی او له مطالعی څخه مخکی او وروسته او د مطالعی په بهیر کی د ځانه پوښتنه وکړی او ځواب یی ورکړی

۵.ځینی خلک د مطالعی په وخت کی موسیقی اوری او کتاب یی هم په لاس کی وی ، خو دا یو نا مناسب غلط او بی ګټی کار دی او هغه عادتونه پریږدی چی د مطالعی پر مهال وخت ضایع کویڅیړنو دا په زباد (ثبوت) رسولی ده چی د ټولنیزو ناخوالو اوننګونو لکه : بیکاري،د زده کړو پریښودل ، ناوړه اخلاق او حتی له قانون نه سرغړونی یو سبب هم د مطالعی نه کول دی

۶.په ټولیزه توګه د یو لیکوال عقیده قبوله او یا مه منئ، بلکی د منلو او یا نه منلو د پاره یی دلیل ولرئ . د کتاب اخیستو په وخت کی یوازی د لیکوال شهرت ته پاملرنه مه کوی ، ځکه ډیری داسی لیکوال او ژباړن شته چی کټور او اثار لری

۷.لوستل شوی مطالب لنډیز کړئ او لنډیز یی بیا پر نورو کوچنیو برخو وویشی چی یادول یی اسانه شی، د مطالعی پر مهال هیڅ وخت لنډیز لیکنه او نچور مه هیروی

۸.تیز یا چټک یی لولئ. زیاتره په دی باور دی چی تیزه او چټکه لوستنه دمهمو مطالبو پاتی کیدو سبب ګرځی. خو واقیعت دادی چی تیز لوستل بی ربطه و فرعی مطالب فیلتروی او د لیکوال اصلی نظر یی له درک سره مرسته کوی . یوازی نوی او څیړنیز مطالب ورو لوستل کیږی، کله چی زده کوونکی او پوهنپالان (محصلین) په ټولګی کی فعال شتوالی ولری ، نو په کور کی ورته د مطالعی حجم کمیږی.

۹.لوړو انسانی پوړیو ته د رسیدو لاری کتاب لوستل او مطالعه ده ، نو له همدی امله خپل اولاد مطالعی ته وهڅوئ

۱۰.پام مو وی ، څوک چی لوړه نمره اخلی ډیر ذهین نه دی ، خو له وخت ،خپلی وړتیا او قوت څخه یی سمه ګټه اخیستی او د مطالعی غوره لار یی خپله کړی ده

۱۱.که چیری میخ په لرګی کی ډیر ټک وهل شی ، ژر نه راوځی . نو که یو مطلب ښه زده او د اوږد مهال له پاره په حافظه کی ثبت شی ژر نه هیریږی،په اغیزمنه توګه درس لوستل دادی چی د کتاب د کرښو لاندی خط وکښل شی .په فعاله مطالعه کی لوستل ، تکرار او بیا ځلی لوستنه شامله دهاو له خوب نه مخکی هڅه وکړئ، هغه درس چی مو د ورځی ولوست، بیا یی تکرار کړئ

۱۲.د مطالعی په وخت کی پښو ته حرکت ورکړ، له هغو تخنیکونو او مهارتونو نه کار واخلئ چی حافظه قوی کوی. ۱۷-له ځان نه پریشانی او لالهاندی لری کړئ فشار او ناراحتی د مالوماتو په یاد راوړلو کی ستونزی پیښوی او د یادولو قدرت کموی

۱۳.د مطالعی په اوږدو کی دمه وکړی، د مطالعی پر مهال قدمونه واخلئ، حمام وکړئ ځکه لمبل هم له یادولو سره مرسته کوی همدارنګه د مطالبو د یادولو له پاره علامی او نښی وکاروی، د مالوماتو د یادولو لپاره زیاتی لاری شته چی اختصاری علامی او شکلونه هم له دغو لارونه ګڼل کیږی .

۱۴.له ځان سره د مطالعه کیدونکی مطلب تصویر واخلی .تصویر ممکن مطلب بیان کړی هغه څه چی زده مو کړل باید طرحه یی ولری دا کار ستاسو ۱۵.په ذهن کی دمعلوم هدف لرلو لامل کیږی .اوتاسی د هغه پر لور روانویاو له سمبولونو او علامو نه ګټه واخلی،  له سمبولونو او علامو څخه ګټه اخیستنه له لنډیز او اغیزمنی زده کړی سره مرسته کوی . ۲۶- د یوی موضوع د یادولو پړاونه مشخص کړئ.

په ډله ییزه مطالعه کی ، د نورونطریو اوریدلو پرمهال د نوښت په لټه کی اوسئ، وخاندئ ! د خندا دار امتیا سبب ګرځی او آرام بدن درس ښه زده کوی.

۱۶.د تایپ په پرتله لیکل غوره کړی؛ په قلم سره لیکل د نوی نظریی تحریک لامل ګرځی؛ د قلم نیول او حرکت ورکول د لاس حساسی نقطی مسح کوی او نوی نظر یی رامنځته کیدو سبب کیږی، همیشه د ځان سره یوه د یادښت کتابچه ولرئ. کله کله ځینی نظر یی او ځوابونه ډیر مهم وی ، خو په داسی ځای کی یاد ته راځی چی په مطالعه بوخت نه وو. نو د امکان تر حده هغه باید ثبت کړو ، ځکه یوه ورځ به مو په درد وخوری.

۱۷.یاداښت په کتابچه کی رنګه علامی وکاروئ . د رنګه علامو کارونه ، مطلب ته ورګرځیدنه اسنانوی، د کتاب له لاندینیو یادښتونو نه ګټه واخلی؛ ځان ته نمری ورکړئ . که ذهن مو تر نظر لاندی پایلی ته ور ټول کړ ، نو ښه نظریه به ومومئ . یوه معمولی او د لاس رسی وړ انګیزه د ښو نمرو اخیستل دی .

۱۸.خپله انګیزه معلومه کړئ، مثبت یی وانګیرئ؛ کړنلاره جوړه کړئ . یادول یوازی د ژوند د ورځنیو کارونو یو اړخ دی . هغه وخت چی د یادولو امکان پکی نه وی ، ویی پیژنی او پرځای یی نور کارونه وکړئ .

۱۹.هرمهارت زده کیدای شی . له ځینو جسمی محدودیتونو پرته ، هر یو مهار چی د نظر خاوندانو زده کړی تاسی یی هم زده کولای شی ، خو یوازی کیدای شی چی زیاته انرژی او وخت مو ولږی، ځان د زده کولو لپاره تیار کړی . د یادولو لپاره یوازی مثبت فکر بسنه نه کوی ، په ننی ژوند چی له مختلفو موضوعاتو سره مل دی د یادولو په وخت کی باید نور هر څه له یاده وباسو ، ګنی یادول به په یوی ستومانه، تجربی بدل شی .

۲۰.ځان محدود کړئ . کله ډیره ازادی او راحت هم د ګډوډی سبب ګرځی . د لاښی زده کړی له پاره مهال ویش (تقسیم اوقات )جوړ کړئ . کارونو لپاره د اډانی او چوکاټ لرل ، د ښی پایلی په لاس ته راتلو کی مهم رول لری

. ۲۱.څومره چی کولای شی مطالعه وکړی .دا زده کړی چی څه ډول به زده کړه کوو. د یادولو بیلا بیلی لاری چاری امتحان کړئ ، تر هغو چی خپل ټاکلی موخی ته ورسیږئ (په دی کتاب کی ډیر لاری چاری شته چی تاسو ورنه ګټه واخلئ

۲۲.غوره ده چی دا په ډاګه شی ، چی په کوم شی پوهیږئ اوپه کوم نه پوهیږئ. لومړی د یوی موضوع په اړوند داڅرګنده کړی چی په کوم شی مخکی پوهیدئ ؛کلي او ټولیز فکر کوئ . د یادولو له ښو لارونه یوه غوره لار داده چی درس په ټولیزه توګه زده شی.

۲۳.درس تکرار کړئ . د بشپړه درک لپاره معلق او پیچیده مطالب بیا ولولی . تکرار د ژور لیدنی سبب ګرځی او د مختلفو مثالونو په راوړلو سره د یادولو سرعت څو براره زیاتیږی .له مفهوم نه کیسه جوړه کړی . د بیلګی په توګه : اتوم یوه مافیایی او خطرناکه کړی وګڼی چی په هغه کی پروتون او نیوترون د یو بل ګاونډیان او سیالان دی نو هیڅ کله نه سره یوځای کیږی؛ د مکتب او پوهنتون له درسی برنامی نه لوړ قدم پورته کړی . نن ورځ چی د یادولو کوم توکی شته دی ، یو شپیته کلن کس هم کولای شی چی حتی ریاضی د پوهنتون په کچه زده کړی، نو له همدی امله چی هر څه موچی خوښیږی ،زده یی کړی .

۲۴.له زده کړی نه عملی ګټه واخلی .تل په یادولو بوخت و اوسی . که فکر کوی چی تر ښوونکی ډیر پوهیږی او د ټولګی مطالب در ته ستړی کوونکی دی. نو ښوونکی سره په بحث کی شریک شی . څه مو چی زده وی په بحث کی یی د بریالیتوب له پاره بیان کړی؛ په خپله یی زده کړئ . اکثره وخت ښوونکی او ښو واند، ټول مطالب په بحث کی نه مطرح کوی . تاسو باید ډیر مطالب په خپله زده کړی او ددی په تمه مه اوسی چی هر څه دی بل څوک در وښیی .

۲۵که درس په یوازی توګه نه شی زده کولای نو له انډیوالانو سره یی یوځای مطالعه وکړی؛ هغه څه مو چی زده کړی ، امتحان یی کړی ، امتحانول مو پء یاد شوی درس ډاډمنوی؛ په ابتدا کی بنسټیز مفاهیم زده کړی .