ملي امنيت شورا د پوټين د څرگندونو هرکلی کړی

د افغانستان د ملي امنيت شورا د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين د هغو څرگندونو هرکلی کړی، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې له امریکايي او افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ وړانديز کړی و.

د روسيې ولسمشر ويلي و، چې د افغانستان په شمال کې د نړيوالو وسله‌والو ډلو شتون د روسيې لپاره هم گواښ دی او وړانديز يې کړی و، چې له امریکا او افغان ځواکونو سره د ترهگرۍ ضد جگړې کې د همکارۍ لپاره چمتو دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه رسنيو ته ويلي، چې افغان حکومت د پوټين د څرگندونو هرکلی کوي او غوښتنه يې کړې، چې بايد د سيمې هېوادونه له افغان حکومت او امریکا سره په گډه د وسله‌والو ډلو پر ضد فعاليتونه وکړي.

ښاغلي قادرشاه دا هم ويلي، چې د روسيې د ولسمشر دغه څرگندونې د هغو خلکو لپاره وړ ځواب دی، چې ويل به يې «روسيه افغان حکومت د داعش په ملاتړ تورنوي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې وړاندې له روسيې غوښتي و، چې د ډلو پر ځای بايد له افغان حکومت سره اړيکې ولري او د ترهگرۍ ضد جگړې له افغانستان سره په گډه مبارزه وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند شاه حسین مرتضوي ويلي، چې «افغانستان له ترهگرۍ سره د مبارزې پر مهال خپل مسووليت په سمه توگه ادا کوي، د دې جگړې په لومړنۍ ليکه کې جنگېږو او نور هېوادونه هم بايد په دې اړه خپله مسووليت ادا کړي.»

يو شمېر امريکايي او افغان چارواکي له تېرې اوږدې مودې راهيسې روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو روسيې تل دغه تورونه رد کړي دي او دا لومړی ځل دی، چې د امریکا او روسيې د ترينگلو اړيکو پر مهال روسيه له امریکا سره د گډې همکارۍ وړاندیز کوي.

امریکا تر اوسه د پوټين د څرگندونو په اړه غبرگون نه دی ښوولی.