چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ملي امنیت: د سولې لپاره مثبته روحيه رامنځته شوې

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره مثبته روحيه رامنځته شوې ده.

د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه د رسنیو ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلستان شاهي دولت د لومړي وزير له ځانګړي استازي اون جينکس سره په ليدنه کې وکړې.

سرچينې زياته کړې، دواړو لورو په سيمه کې د سولې او مذاکراتو د دوام او پياوړتيا په موخه د رامنځته شوې مثبتې روحيې او اجماع پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

هغه وايي چې په دې ليدنه کې دوی د سيمه ييز ثبات او له ترهګرۍ سره د بې توپيره مبارزې په موخه د شته فرصتونو پر کارولو ټينګار وکړ.

قادرشاه وويل، په دې ليدنه کې د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو نوې ستراتيژي هم تر بحث لاندې ونيول شوه.

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په سيمه کې د دايمي ثبات او ترهګريزو ډلو د تعقيب او نابودۍ په لاره کې د امريکا متحده ايالتونو نوې ستراتيژي مهمه وبلله او زياته يې کړه چې د ستراتيژۍ په ټولو ابعادو کې د سيمې هېوادونو ګټې په پام کې نيول شوې دي.

هغه زياته کړې چې افغان ځواکونه د ترهګريزو ډلو فعاليتونه او اهداف په نښه کړي او ترهګر يې نه دي پرېيښې خپلو موخو ته ورسېږي.

حنيف اتمر د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرو او مذاکرتو ته په اشارې سره وويل چې د لندن درې اړخيزه ناسته مهمه وه او د دې ناستې د پرېکړو عملي کول يې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وبلل.

د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلستان د لومړي وزير خاص استازي اون جينکس په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې پر وړاندې د افغان ځواکونو عزم او پرمختګونه وستايل.

نوموړي همدارنګه د څلور اړخيزې ناستې له بيا پيلېدو هرکلی وکړ او د دې ناستې پايلو ته يې هيله مندي ښکاره کړه.

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلستان د لومړي وزير ځانګړی استازی له افغانستان وروسته پاکستان ته سفر وکړي، د دغه سفر پر ترڅ کې به نوموړی د سيمه ييز ثبات تر څنګ د افغانستان او پاکستان پر اړيکو د لندن د درې اړخيزې ناستې په چوکاټ تر بحث لاندې ونيسي.