ملي امنیت چارواکي وایي،په خوست ولایت کې يې دحقاني شبکې دوه ډلې نیولي

دملي امنیت ریاست یوه خبرپاڼه وایي چه په خوست ولایت کې حقاني شبکې پورې تړلې دوه ډلې نیولي دی دملي امنیت خبرپاڼه وایي. نیول شوو کسانو چې په ټولیز ډول یی شمېر ۳۱ تنه کېږي د خوست ولایت په مرکز او اړوندو برخو کې په ګڼو ترهګریزو او ورانکارو چارو کې لاس درلود.

له نیول شوو کسانو څخه له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرسایکلونه ، پنځوس مقناطیسي ماینونه ، ۶ لاسي بمونه ، د RPG7 راکټ ۱۵ فیره مرمۍ ، د زیکویک ۳۶ بکسې مرمۍ ، د کلاشینکوف ۵ بکسې مرمۍ ، د کلاشینکوف ۸۰ شاژورونه ، او بې پلېټه درې کرولا ډوله موټر ترلاسه شوي دي.