پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ملي دفاع وزارت وايي، د کمانډو ځواکونو وروستيو لاسته راوړنو د جګړې مسير بدل کړی دی

د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي پر وينا په تېره يوه مياشت کې د افغان ځواکونو له خوا د ځانګړو عملياتو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې او ښه پایله يې هم ور کړې ده.

بهرامي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کمانډو ځواکونو د نوي ټولي په فراغت غونډه کې وکړې.