چارواکي په هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې د فغان پوځ او نړيوالو ځواکونو لخوا د وسله والو د يو شمېر جنګي قوماندانانو وژل کېدل د خپلي نوي تګلاري برخه يادوي او وایي، چې دې چاري له وسله والو څخه د جګړې توان اخستی.
د ملي دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال نن کندهار کې خبريالانو ته وویل، چې يو شمېر هېوادونه د دې لپاره، چې خپلو موخو ته ورسیږي د ترورستي ډلو ملاتړ کوي او د سولي د روانو څخه په وړاندي خنډونه جوړوي.