د ملګرو ملتونو یوې چارواکې د یو ځانګړي رپوټ پر بنسټ ویلي، داسې کره ثبوتونه شته چې ښيي د سعودي عرب ولیهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز او ځینې لوړ پوړي چارواکي شخصاً د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس لري.
رپوټ کې ویل شوي، اوس دې ته اړتیا شته چې د دې شواهدو په اړه یوه خپلواک او بې پرې نړیواله څېړنه وشي.
ترکیه تور لګوي چې جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې سعودي څارګرو وژلی و.
سعودي حکومت پخپله هم د تړلو دروازو تر شا د خاشقجي وژنې قضیه کې ۱۱ نامعلوم کسان محاکمه کړي او له دې کسانو یې پنځه په اعدام سزا محکوم کړي دي.
خو سعودي چارواکي وايي، شهزاده محمد د دې وژنې امر نه دی کړی.