ملګري ملتونه وایي تر دوومیلیونو ډیر افغانان وچکالۍ ځپلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله وچکالۍ د هېواد ختیځې برخې ډېرې ځپلي.

دغه اداره وایي ځېنو ولایتونو ته یې مرستي او نور اړین توکي رسولي خو زیاتوي چې د مرستو رسوونکو ادارو ظرفیت ټيټ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې په دې وروستیو کې د وچکالیو له کبله یوازې د بادغیس په قلعه نو کې ۱۲۰۰۰۰ خلک بې ځایه شي دي.

د دغې ادارې په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د وچکالي له کبله د افغانستان په ختیځ کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر ۲۵۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.

اوچا وایي دبادغیس اوهرات په ولایتونو کې دبې ځایه شویو کورنیو سره مرستې شوي دي او شاوخوا دوه لکه کورنیو ته دڅښاک پاکې اوبه او نور اړین مواد رسيدلي دي خو زیاتوي چې دمرستو رسوونکو ادارو ظرفیت ټیټ دی

دغه اداره وايي چې د دوی د اټکل له مخې دا مهال په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه خلک وچکالۍ اغیزمن کړي او دوی پلان نیولی دی د اکتوبر په میاشت کې ۱.۴ میلیونه خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي وو چې په ۲۰ ولایتونو کې چې وچکالۍ ځپلي دي، شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک په کرنې او مالدارۍ او یا هم په همدغه برخه کې پر دندو پايي.