ملګري څه ډول پیدا کولی شو؟

 

ځوان په رستورانت کې د برګر په خوړلو بوخت و، خوښي یې پر تندي له ورایه ښکارېده، له برګره به یې چې هره ګوله پورته کوله، په رستورانت کې به یې دېخوا او ها خوا کتل، که به چا ورته وکتل په شونډو کې به یې ورته اوږده خندا وکړه، په دې وخت کې رستورانت ته دوه نور کسان، چې یو یې ځوان او بل یې یو څه عمر خوړلی و، را ننوتل. د ځوان تر شا دوه څوکۍ خالي وې، د نوو راغلو کسانو چې پر یاد خندان ځوان سترګې ولګېدې، بې له کومې دمې ورغلل او د یاد ځوان تر شا پر خالي څوکیو کېناستل، ځوان ښه راغلاست ورته ووایه او په روغبړ یې پیل وکړ، راغلو کسان رستورانټ ته تر تلو مخکې له ځان سره پرېکړه کړې وه، چې نن به د چرګ ښوروا خوري، دا چې د ځوان د خوراک حرکاتو ورته بې حده خوند ورکړ، د رستورانت ګارسون ته یې د دوو برګرونو وړاندیز وکړ.

نوو راغلو کسانو ته د ځوان خبرو او حرکاتو دومره خوند ورکړی و چې ان خپل وړاندیز کړي برګرونه هم ترې هېر وو. هغه د چا خبره یوه ګل ویل او نور ګل اورېدل. د ځوان په خبرو کې خوښي او خنداګانو انرژۍ خپرولې، راغلو کسانو له ډوډۍ دومره خوند وا نخیست لکه د ځوان له خوږو خبرو، په داسې حال کې چې څو دقیقې مخکې ان دوی له یو بل سره پېژندل هم نه، خلکو ډوډۍ هم خوړه او له ځوان سره یې خبرې هم کولې. خبرو او کېناستو نیمه ګړۍ دوام وکړ، نور نو د تلو وخت و، خو د راغلو کسانو زړه نه کېده چې د ځوان له خواږه مجلسه پورته شي، بالاخره یې پرېکړه وکړه چې ځوان د خپلو ملګرو په ډله کې شامل کړي؛ ځکه دوی د ځوان له خوږو خبرو، ښکلو حرکاتو او لوړ فکره دومره اغېزمن شوي وو چې وروستۍ پرېکړه یې همدا وه.

رښتیا هم ځینې کسان ولې پر دې توانېږي چې په لومړي ځل د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي، په داسې حال کې چې دا چاره د ډېرو خلکو د وس خبره نه ده؛ ایا هغوی زموږ د خوښ اوسېدو راز کشف کړی او که یې داسې رازونو ته لاره پیدا کړې چې په ټوله کې یې د خپل ځان جذابه قوه فعاله کړې ده؟ که تر ډېره رفتاري اصولو ته پام وکړئ، په کم وخت کې ځان ته د نورو خلکو جذبول چندان اسانه کار هم نه دی.

په دې لیکنه کې درسره ځینې هغه لارې چارې شریکوو چې له تاسو سره مرسته کولای شي په اسانۍ نور کسان په خپله خوا جذب کړئ.

دردونه او ستونزې مو له نورو سره مه شریکوئ

کله چې په لومړي ځل له چا سره مخ او اشنا کېږئ، مه ورته وایاست چې تر ستوني په پور کې غرق یاست، په کور کې ستونزې لری، اولادونه مو درس نه وایي، له خپلو همکارانو په تنګ راغلي یاست. هغه څوک چې له تاسو سره نوې پېژندګلوي پیدا کوي، هیله لري له تاسو څخه ښې او خوږې خبرې واوري، له هغوی سره د خپل ژوند خوږې او ښکلې خاطرې شریکې کړئ او په زړه کې یې د خوښۍ تخم وکرئ څو د خوښۍ احساس وکړي.

له تشویش څخه ځان وساتئ

کله چې له چا سره نوي مخ کېږئ، مشوش کېږئ مه، تر څو مقابل کس ته هم تشویش ور انتقال نه کړئ، ان که مو حالت ښه هم نه و له هغوی وغواړئ چې د ځان په اړه درته خبرې وکړي، څو تاسو خپل ځان په کنټرول کې راولئ. د هغوی خبرو ته په دقت خوږ کېږدئ، تر څو وکولای شئ خپل نننی تشویش کنټرول او هېر کړی. وسواسي کسان تېزې خبرې کوي، کوښښ وکړئ ارامې او وقفه یي خبرې وکړئ.

د خپلې څېرې حرکتونو ته مو باید پام وي

سترګې او نور د څېرې حرکتونه ستاسو د ډېرو شیانو استازيتوب کوي، که غواړئ مقابل کس مو ډېر ځان ته جذب کړئ، کوښښ وکړئ په ډېر ملایم انداز ورته وګورئ او په څنګ کې ور سره موسکي اوسئ. د بېلګې په توګه، که مو د یوه چا یو ځانګړی حرکت خوښېږي، نو په یوه ځانګړي انداز ورته ګورئ او موسکي کېږئ، کله چې مقابل کس ستاسو دغه حالت درک کوي، د ارامۍ احساس کوي او داسې فکر کوي چې ګواکي تاسو یې خبرو ته ډېر ارزښت ورکوئ.

ښه اورېدونکي و اوسئ

غوږ نیول د مقابل کس د جذبولو تر ټولو اړین اصل دی؛ خلک هغه کسان خوښوي چې خبرو ته یې غوږ نیسي او له هغو کسانو کرکه کوي چې یوازې غواړي خپل زړه بل چاته تش کړي. داسې هم مه کوئ چې د مقابل کس خبرو ته یوازې غوږ کېږدئ، شخص په پوره ډول درک کړئ، کوم مثبت ټکي چې په خپلو خبرو کې ور څخه یادونه کوی، تاسو یې ورسره تايید او تشویق یې کړئ، ورته و وایاست: دا ډېره مهمه او اړینه خبره ده او یا داسې نور… که مقابل کس درته د خپلو ستونزو په اړه خبرې کولې، په پوره دقت ورته غوږ ونیسئ، تر څو ورته پر یوه نږدې کس بدل شئ او که مو یې خبرې پرې کړې، ورته ومو ویل چې تر ما هم ډېرې ستونزې لرئ، په یاد ولرئ چې نوموړی کس به بیا هېڅ وخت ستاسو څنګ ته را نه شي او نه به درته د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړي. له خبرو مخکې غوږ ورته ونیسئ، خو یوه شي ته مو باید پام وي چې د تايید بڼه مو د چاپلوسۍ په معنا نه وي.

ویې زغمئ

فرض کړئ کتاب پلورنځي ته په کتار کې ولاړ یاست، په داسې حال کې چې نور ستړي شوي یاست، په دې وخت کې د کتاب پلورنځي څښتن درته یوه داسې خبره کوي، تر څو تاسو خوښ وساتي، هڅه وکړئ له ځانه داسې کوم عکس العمل ښکار نه کړئ چې پر هغوی بد تاثیر وکړي، که څومره په زحمت هم یاست باید ویې زغمئ او ورته موسکي شئ. تر څو ستاسو عکس العمل بېرته په مقابل کس مثبت تاثیر وکړي او د خوښئ احساس وکړي.