پنجشنبه , 28 مارچ 2024

منظور پشتین وايي باضمیره پوځیان باید نور ځانونه د پاکستان د پوځ‌ له لیکو جلا کړي

دلاهور په موچي ګیټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ  دغه غونډې ته په زرګونو خلک ورغلي وو چې د پښتنو ترڅنګ پکې زیات شمیر هاغه د پنجاب ځوانان اؤ میرمنې هم شاملې وې چې د پاکستان د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول اؤ دریځ یې لرلو چې د پاکستان پوځ د ځان څخه یو بدمعاش جوړ کړی اؤ‌ د انسانانو په وینو تویولو پیسې ګټل غواړي.

ښاغلي منظور پشتین پخپله وینا کې ویل دپاکستان پوځ په قبائیلي سیمو کې بېګناه خلک وژني اؤ‌ په سبا د هیواد په ورځپاڼو اؤ‌ تلویزیونونو کې خبر خپور شي چې د ترهګرۍ په ضد د پوځ بریالیتوبونه پرمخ روان دي.

(زه د خیبرپښتونخوا څخه راغلو زرګونه پښتنو ته سلام کوم او دا وایم چې تاسو به خپل حقوق ضرور تر لاسه کوئ)

هغه دپاکستان په رسنیو هم سختې نیوکې وکړې چې په پوځ خرڅه شوې ده اؤ د پوځ له خوښې پرته هیڅ حقیقتونه دنیا ته نه شي‌ وړاندې کولی.

منظور پشتین پوځ ته په مخاطبه وویل” چا چې هم تر دې دمه په پاکستان کې دخپلو حقونو دپاره غږ پورته کړی هغه تاسو وژلي خو نور پښتانه په دغسې بدمعاشۍ نه شئ‌ ویرولی”

هغه وویل پوځ د بې درکه کسانو د غوښتنې څخه په تیریدلو ځکه ټینګار کوي چې دپاکستان دسترې محکمې یو پخواني قاضي جاوید اقبال څو ورځې وړاندې پخپله منلې چې څلور زره بې درکه کړل شوي کسان خرڅ کړل شوي دي.

هغه وویل دپاکستان پوځ دپیسو دپاره خپل خلک پورته کوي ، بیا یې وژني‌ اؤ‌ له ښو پیسو ګټلو روسته بیا له هیواده بهر ژوند تیروي.

ښاغلی وزير یو له هغو کسانو څخه دی چې په لاهور کې د پښتون ژغورنې له غونډی يوه ورځ مخکی پوليسو د نورو ملگرو سره بندي کړي و.

وزير وايي پوليسو ورته ویلي چې پښتانه ترهګر دي د دوي په لاهور کې د غونډی د جوړولو حق نلري.

باید یاده شي چې د پښټون ژغورنې غورځنګ د لاهور په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د اپریل په اته یشتمه به په سوات کې ولسي غونډه کوي او دغه راز تر دې وروسته به د کراچۍ پښتنو په غوښتنه هلته غونډه او لاریون کوي.

جمشید ملکزی