منفي سیالۍ

لیکنه: محمد تمیم رحیم زی

کومې انساني کتلې چې په یوه چاپېریال کې ژوند کوي له ګواښونو او ننګونو خالي ندي. ښايي ګواښونه او ننګونې د ماهیت له پلوه په بېلابېلو ډولونو تعریف شي، خو دلته تر ډېره د ګواښونو او ننګونو پر ټولنیز اړخ تم کېږو.

انسان هغه مخلوق دی چې غوښتلي/ ناغوښتلي له نورو ژوندیو موجوداتو او چاپېریال سره اړیکې پیدا کوي. دلته بیا د انسان – انسان ترمنځ د اړیکو فلسفه له یو لړ خویونو، حساسیتونو، برخوردونو (چلند)، عملونو – عکس العملونو، توقعاتو (غوښتنو)، باورونو، پېیل شویو/ ناپېیل شویو خپلویو او ګومانونو څخه ډکه ده؛ چې هر یو یې په ژوند کې پر رقابت او تقابل ژور اغېز لري.

دلته یوه پوښتنه پیدا کېږي، چې ایا انسان پخپله غواړي د منفي رقابتونو (سیالیو) غورچاڼ ته ور ولوېږي که نه؟

د دې مسالې د روښانتیا لپاره یوې ژوندۍ بېلګې ته اشاره کوم: د اروا پوهنې یوه استاد پوښتنه کړې وه ویلي یې وو، ایا پوهېږئ چې د خپلو ستونزو او ژوندانه مسایلو لپاره څنګه حل لاره پیدا کړئ؟

د دې پوښتنو په ځواب کې ګڼ شمېر مخاطبینو ځوابونه وړاندې کړې وو، خو د دوی په منځ کې یوه یې ویلي وو: که چېرې موږ پوهېدی نو دا ستونزې به مو اوس نه لرلې ( انسان د هر شي پوهه هم نلري چې په ژوند کې پر ټولو ننګونو او ستونزو غالب شي؛ ځینې وخت باید له نورو یو څه زده کړي، څو ستونزې حل کړي؛ ځینې وخت انسان دومره د ستونزو تر تأثیر لاندې راشي چې یوې ساده حل لارې ته یې هم پام نه کېږي؛ ځینې وخت د متجانسو او غیرمتجانسو عناصرو تفکیک سړي ته ګران شي.)

د دې موضوع بله بېلګه که په خپل عادي ژوند کې ولټوو، هغه دا ده چې د یوه کور ټول غړي یو ډول استعداد او وړتیا نه لري؛ ښايي یو یې له درس او بل یې له ازادو حرفو سره مینه ولري، نو داسې خو نشي کېدی چې پر ټولو به درس تحمیلوو؛ دا ځکه چې ځینې استعدادونه خدايي وي او ځینې نور بیا کسبي. که چېرې پر ټولو درس تحمیل کړو، نو هم به له درسه پاتې شي او هم به د منفي سیالیو د زېږېدنې لامل شي.

دا باید په یاد ولرو چې د منفي رقابتونو (سیالیو) د زېږېدنې یو لوی لامل د شخصیتونو مقایسه ده. هر شخصیت خپلې ځانګړنې لري او د شخصیت – شخصیت مقایسه د ګڼو اروا پوهانو د څېړنو له مخې هم ناسم کار دی. انسان د متن او ماهیت له مخې د پرتلې وړ عنصر ندی، ځکه د وجودي ظرافتونو له تفاوت سره یو ځای خلق شوی دی.

منفي سیالۍ تر ډېره په فکري او ذهني لحاظ د انسان د فنا کېدو لامل کېږي، جسم کمزوری کوي او له اروايي نارغیو سره یې مخ کوي. انسان د دې پر ځای چې د خپلو وړتیاوو له مخې ځان ته موخې وټاکي؛ د منفي سیالیو پر اساس یې ټاکي، چې دا د ذهني تمرکز د ضعف سربېره د شخصیتي کمزورتیا او بې باکۍ د رامنځته کېدو لامل هم کېږي.

خالق ‌ذات مخلوق عبث ندی خلق کړی، مشخصې موخې ورته ټاکلې او ګڼ شمېر نعمتونه یې د مخلوق په وجود کې زېږولي دي. هر انسان ته منحصر په فرد ځانګړنې ورکړل شوې. اوس دا مخلوق دی چې له کومو لارو په استفادې خپلې ورځنۍ چارې او ژوند مخکې وړي. دا باید هېر نه کړو چې په وجود کې د شته مهارتونو وده به خپله د انسان پر غاړه وي؛ ټیک داسې لکه کروندګر چې ځمکه کرنې ته اماده کوي، تخم شیندي او د ودې لپاره یې یو عمر زیار وباسي. زموږ په وجود کې هم ګڼ شمېر استعدادونه او نعمتونه شته، خو دا چې موږ یې څنګه روزنه او پالنه کوو، هغه په موږ پورې اړه لري.

د ژوند د خوشاله تېرېدو لپاره به ښه دا وي، چې خپل رنګ او رُخ ته په کتو راتلوونکي اهداف وټاکو. خپلې وړتیاوې وزن کړو او له هغو سره سمې توقوعوې او غوښتنې ولرو، خپل ځان په هېڅ حال کې هم هېر نه کړو، شته فرصتونو ته په کتو حرکت وکړو او د هدف د ترلاسه کولو لپاره وخوځېږو. له منفي رقابت څخه د مخنیوي لپاره باید پر بل چا نه؛ بلکې پر ځان او خپلو شته وړتیاوو تکیه وکړو او اعتماد به نفس ولرو. ځان ته اهمیت ورکړو او پر خپل ځان حساب وکړو. تل باید مثبت فکر وکړو او له هغه کسانو سره ډېره ناسته – پاسته وکړو چې موږ ته د مثبتو کارونو انګېزې راکوي. په ذهن کې مدام د “توانېدلو” کلمې تکرار ته ځای ورکړو او د “ناتوانۍ” کلمه لرې کړو. پر نوښتونو فکر وکړو او دا تمه وشلوو چې نور دې یو سیستم رامنځته کړي او بیا موږ دې د هغه سیستم پر مسیر حرکت وکړو.