منفي ليدونکی یا منفي ګرا نه بريالی کيږي

ژباړه: رفيع الله آرمان

تاسو په ژوند کې ضرور له داسې کسانو سره مخ شوي ياست چې له ځمکې او آسمان دواړونه شکايت لري او ناهيلونکې جملې ډيرې تکراروي، دا ډول کسانو ته نړۍ تياره ښکاري، خپل کسب او کار د نابودۍ په لور ويني، په همدې خاطر نه توانيږي چې کامياب مسير وټاکي. په دې مقاله کې شپږ داسې جملې بيانوو چه په لوستلو سره به يې تاسو له پورتنيو يادو شو مواردو سره مخه ښه وکړئ او له حافظو به يې پاک کړئ.

۱ ــ وای… ټولې ورځې مې برباد شوې! زړه بوږنونکې خو دا ده چې په خپله همدغه خبره باندې ټينګ دريږو او ځان ته خپله قناعت ور کوو چې ورځ مې کږه ده، په اصل کې دا موضوع د چايو د يوې پيالې مثال لري يعنې که څو شيبې خپله همدغه خبره هيره کړو نو د چي غوندې به سړه شي خو ډير پرې تمرکز کول مو بيا خپله ورځ په خپله کږوو.

۲ــ زه په دغه کار کې ناکام يم! په واقيعت سره هرڅوک چې له کوم شي سره ستونزه ولري شرايط هم داسې تصور کوي چې په رښتيا هم ناکام دی، په حقيقت کې ځان ته اجازه نه ورکوي چې يو ځل يې و آزمويي کيدای شي دومره ستونزمنه هم نه وي لکه تاسو چې انځور کړې، ممکن ځينې کارونه داسې سرته ونه رسي لکه څنګه يې چې غواړئ مګر دا بايد د خپل کار وروستۍ هڅه ونه شميرئ. کولی شئ يو ګام شاته شئ، د هغه څه چې ښه نتيجه غواړئ په دقت يې ترسره کړئ او دوهم ځلي يې امتحان کړئ. هيچا تر اوسه نه دي ويلي چې د بريا جاده يو طرفه ده، کيدای شي هغو کسانو هم خپل کار په آسانۍ سر ته نه وي رسولی چې تاسو يې په اړه فکر کوئ.

۳ــ زه هميشه يوه ستونزه لرم! هيڅوک هميشه په ستونزو کې نه دي پاتې شوي خو په همدې فکر تر ډيره پاتې کيدل چې زه ستونزه لرم دغه ټکی پخپله ددې سبب کيږي چې تاسو محاسره کوي او تاسو مجبوروي چې يوازې واوسئ، مګر کولی شئ چې دا حالت تغير کړئ.

۴ــ ناممکنه ده! موږ ټولو دا جمله ډيره کارولې ده مګر ډير کم داسې څه شته چې ناممکن د وي، خو ددې پرځای فکر وکړئ يو شی نه يوازې ممکن دی بلکې کيدونکی هم دی. اصلاً ولې د داسې کار اقدام وکړئ چې له پيل نه يې په ماتيدو محکوموئ. د ذهن په دې ګډوډه تله کې ځان مه غورځوئ، په هر شي پسې يې هڅه ارزښت لري کيدای شي پايله يې حيرانونکې او د خوښې وړ وي.

۵ ــ زما د کار په قدر نه پوهيږي! کيدای شي هغه کار چې تاسو يې کوئ ستاسو د توقوع خلاف ډير د قدردانۍ وړ وي، خو تاسو يې نه وينۍ يا نه پرې خبريږئ. کولی شئ له يو چا نه د خپل کار په اړه وپوښتئ هغه تاسو ته ځير کيږي او دا هيله څرګنديږي چې ستاسو کړنې تقدير کړي.

۶ ــ زه هميشه يوازې يم او هيڅوک راسره نشته! کيدای شی ځينې وخت همداسې وي مګر همدغه خبره ستاسو د هيلو د پوره کيدو تر منځ خنډ جوړوي. بد فکرونه يوازې موږ له خلکو په تيره زموږ له مرستندویانو لري ساتي، که تاسو داسې موقيعت غوره کوئ چې فکر کوئ اشتبا دی معلومه ده چې نور خلک يوازې تاسو په منفي کريکټر او موقيعت کې ښه پيژني، بده خو لا دا چې خپل اهميت هم خپله راټيټوئ.

د دې پر ځای د داسې لارو په لټه واوسئ چې تاسو هم د ستونزو د حل يوه برخه و اوسئ. حرکت وکړئ. که اړتيا وي مرسته وغواړئ. که نه نو منفي فکرونه مو دلارې په سر په کمين کې دي او په ذهن مو د پاچاهۍ هوډ لري او موږ له خپل هدفه کږوي، غواړي په موږ په زور ومني چې د هڅې لپاره هيڅ دليل نشته دی ځکه په هر حال کې به ماتې خورو. موږ ټولو داسې احساسات ډير تجربه کړي مګر هير مو دي چې ماتې د بري مهم عنصر دی. موږ ته را زده کوي چې څه بې ګټې دي او څه بې ګټې نه دي. موږ ته را زده کوي چې هيڅ ارزښتمن شی په آسانۍ لاس ته نه راځي. تاسو ددې توانايي لرئ چې خپل ليدلوري بدل کړئ. مثبت ليدونکي واوسې چې هرڅه درته مثبت را جذب شي.