پنجشنبه , 25 اپریل 2024

مونږ ولې خفه یو؟!

صفي الله ” رائد “

په مادي نړۍ کې د غرقو انسانانو زړونه تنګ وي، د ژوند هدف ترې ورک وي. له ځان سره مدام همدا پوښتي چې: مونږ ولې خفه یو؟! ولې مو زړونه تنګ دي؟! ولې رانه لوری ورک دی؟!

مدام د یو کار هڅه کوو! خو هېڅ نشو تر لاسه کولی؟! ولې…؟ او ولې…؟

دا اودېته ورته ځینې نورې پوښتنې ښایي نن سبا د نړۍ  هر وګړي ته په ذهن کې لا جوابه پرتې وي.

همدا څو پوښتنې دي، چې د هرې یوې ځواب ښایي ډېر وخت ونیسي، خو په عمومي توګه به یې دا آیت هر رنګه ځواب پوره کړی شي، چې: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً. یعنې: کوم سړی  او یا ښځه چې د ایمان په حالت کې نېک عمل وکړي، نو مونږ به خامخا پاک او سپېڅلی ژوند ورکړو.

او همدا رنګه: د الله تعالی دا قول چې فرمایي:   وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ. یعنې: هر انسان باید دا وګوري چې د سبا ورځې لپاره یې څه وړاندې کړي.

یعنې که څوک غواړي چې پاک او سپېڅلی ژوند ولري باید د الله تعالی احکام عملي کړي او له ځان سره دا محاسبه وکړي چې:

-: آیا کله مو له خپل ځان څخه د تېر ژوند راپور غوښتی ؟! (چې څه مو کړي؟؟؟  څومره  ښېګڼې موکړي او څومره بدۍ..؟!!).

-: کله مو له خپل ځان څخه د تلاوت پوښتي؟! (چې آیا نن مو د قران عظیم الشان څومره تلاوت کړی؟!!).

-: ایا کله مو له ځان سره د ذکر په باب دا محاسبه کړې؛ چې نن مو څومره الله جل جلاله  یاد کړ؟!

-: کله مو خپل ضمیر پر دې ملامت کړی؛ چې ولې مو له بې وزلو سره مینه نشته!!! ( ولې  لاس نیوی نه کوو؟!!).

-: ایا د تېرې ورځې یادونه مو کله له ځان سره کړې؛ چې څو لمنځونه مو پر جماعت سره ادا کړي؟! څو مو په تکبیر اولی نیولي او څو رانه قضا شوي او ولې؟!!

او دا چې: آیا کله مو له ځان سره دا فکر کړی، چې د الله تعالی دین، او اسلامي امت څومره شاته پاتې دی؟! او مونږ یې د پرمختګ لپاره څه کړي؟!

که مو پر ځان پورتنيو سوالونو ته ځوابونه وموندل؛ کیدای شي اولینیو پوښتنو ته هم ښه جوابونه پر لاس درشي.

باید ووایم چې: زمونږ د ټولو مایوسیو او خفګانونو لوی علت همدا دی چې مونږ له خپل رب څخه لرې یو.

که مونږ په حقیقي معنا خپل رب ته ځان نږدې کړو، او په احکامو یې عمل وکړو، هم به مو دا دنیا ښېرازه وي او هم به مو هغه دنیا له خوښیو ډکه وي. ان شاءالله