پنجشنبه , 28 مارچ 2024

موږ د خپلو مشرانو نه په ژوند قدر وکړ او نه مو په مرګ

لیکوال : نبي الله پیرخېل

هسې پښتنو ته څو چې یو بل ونه زغمۍ او د یو بل قدر ونه کړي او خپلو منځو کې  سره جوړ نسي همداسې به بدبخته ګرځو او هر څوک به یې پر موږ زده کوي:

زموږ شهید پلار جان څه نه وه چې  د خپلو خلکو لپاره یې ونه کړل، د قوم او خلکو د حق په غوښتلو په سر طالبانو لاسونه ور وتړل او په روژه کې په سره ګرمۍ کې په کانتینر کې بندي کړ، خو همت یې له لاسه ور نکړ د طالب وحشیانو له بنده خدای را خلاص کړ، بل ځل یې بیا له موټره ښکته کړ، کوچنۍ خور مې هم ورسره وه، هغې ورته ژړل او د ده یې لاسونه ور وتړل خو بیا یې هم میړانه وکړه، زړور او په رښتیا پښتون وه، ځان یې خلاص کړ اوهغه طالبان چې ده ته یې لاره نیولې وه هغه یې وځپل او په تیښته بریالي سول.

په پلار مې خپل کلی چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخیلو کلی دی زیات ګران وه، هلته یې ښکلي کلا جوړه کړې وه او د نورو سیاسي فعالیتونو ترڅنګ به له خپلو بزګرانو سره په باغ کې په کار بوخت وه، هغه هیڅ وخت نه غوښتل چې له کلي لاړ شي.

خو بالاخره یوه ورځ را ورسېده چې موږ نامرده دښمن ته خلکو یوازې پرېښودو مجبور شو چې کډه د غزني ښار ته راوړو، کلي کې مو کور، باغ او ټوله شتمنۍ همداسې پرېښوده، په ښار کې هم زموږ خدای بخښلی پلار جان په ارام کې نه کېښناست، مبارزې ته یې دوام ورکړ، شخصي کار یې ونه کړ بلکې د قوم او خلکو د خدمت لپاره به یې له هر ظالم او خائین سره شخړه وه چې د مظلوم ولس حق مه خورۍ او لږ رحم پر وکړي.