پنجشنبه , 28 مارچ 2024

مژده هاشمي د ډيوې جایزې لومړنۍ ګټونکې افغانه

لیکوال: میرویس نصرت

د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژیو وزارت د نړیوال بانک په مالي همکارۍ هغو کسانو ته چې نوښتونه یې د اختراع په توګه ومنل شي د ډیوې (DEWAE) په نوم دوه زره، درې زره او اتیا زره  امریکایې ډالره جایزه ورکوي.

تیر کال هم اتو کسانو دا جایزه وګټله، سږ کال پنځه ویشت کسان ورته نوماند وو چې یوازې یوه نجلۍ مژده هاشمی او پاته نور ټول نارینه وو. مژدې تیر کال له آغاملوک سهار سره په ګډه د درک په نوم په افغانستان کې د ترافیکي پيښو د مخنیوي او د ترافیکي سیستم د کنترول لپاره موبایل اپلیکیشن جوړ کړ، د دې اپلیکیشن طرحه د ولسمشر دفتر هم ومنله او وروسته د کورنیو چارو وزارت وارزوله چې بررسۍ وروسته دا اپلیکیشن په ترافیکي سیستم کې د ستونزو د مخنیوي لپاره ډیر ګټور تمامیدو، او عملي کیدو لپاره یې ډیرو امکاناتو ته اړتیا نه درلوده، یوازې ترافیکو پولیسو او عام افغانانو په سمارت فون یا ځیرک موبایل کې انسټالول، چې د ترافیکو له ریاست سره یې د ترافیکي پیښو په مخنیوي کې ډیره مرسته کوله خو وروسته دې وزارت د نامعلومو دلایلو له امله دا اپلیکشن عملي نکړ. که څه هم دا اپلیکشن د ګټې اخیستې لپاره اغاملوک سهار او مژدې هاشمي تیار کړی دی او حتا اپلیکیشن یې یو ځل د ګټې اخیستنې لپاره ګوګل ستور ته هم پورته کړ.

نن د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت سرپرست وزیر هم په دې اړه پر خپله پاڼه لیکلي:

یو بل ښه خبر:

۱۳ تنه افغان محصلان د جایزو ګټونکي شول.

لکه څرنګه چې څه موده وړاندې مو اعلان وکړ چې موږ ۸ لکه ډالر لرو چې افغان مخترع محصلینو ته یې ورکړو.

پر همدې بنا ۲۵ تنه افغانانو خپلې اختراع ګانې د مخابراتو وزارت سره شریک کړل.

د پنځه وزارتونو څخه جوړ شوي د ارزیابي ټیم اختراعګانې ارزیابي کړې، او د ۲۵ افغانانو څخه ۱۳۳ تنه یې د جایزو ګټونکي شول.

هر یو محصل ته به دوه زره ډالر ورکول کیږي او دا به نور محصلین تشویق کړی چې موږ سره خپلې احتراعګانې شریکې کړي او په راتلونکي پروګرام کې د جایزو ګټونکي شي.

موږ اوس هم کافي اندازه پیسې د دغه ډیوي پروګرام لپاره لرو.

موږ تعلیم یافته ځوانان تشویقوو او هم ورسره مرسته کوو.

د جایزې ګټونکو مخترع افغانانو لست په لاندې ډول دی.

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر

په دې نوملړ کې دیارلس کسان ګټونکي وو، تراوسه کومې افغانې نجلۍ دا جایزه نه ده تر لاسه کړې دا لومړی ځل دی چې د مژدې په نوم د کابل پوهنتون محصله دا جایزه ترلاسه کوي، د مژدې همکار آغاملوک سهار تیر کال دا جایزه د لمر په نوم سافټویر د جوړولو لپاره ګټلې وه. دا سافټوېر په دولتی ادارو کې د اداري فساد د مخنیوي یا شفافیت لپاره دی.