نامعلومه وسله والو په غزني کې د موبایلونو یو جوړونکی وژلی دی

د غزني ولایت چارواکي وايي، ناپیژنده وسله والو د موبایلونو یو انجنیر معلول له دې امله وژلی چې د دولتي مامورینو موبایلونه یې جوړول.

د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، دغه ولایت مرکز اړوند د خشکو سیمه کې شکرالله نومې کس نن سهار د خپل کور مخې ته وسله والو وژلی دی. انجنیر شکرالله په کوچنیوالي ګوزڼ وهلی وو چې دا وخت په پښو معلول وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.