د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي ، تیره شپه نا معلومو وسلوالو د بټي کوټ ولسوالۍ په ګړباوې سیمه کې د کپتان بابا په نامه یو منځنی ښوونځی چې شاوخوا اته سوو زده کوونکو په کې زده کړې کولې سوځولی دی.
د والي ویاند وایي ،په اور لګیدنه کې د یاد ښوونځي تدریسي او ادارې، کتابونه او اسناد هم په بشپړ ډول سوځول شوي دي.
تر اوسه د یاد ښوونځې د سوځیدو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
خبریال صفت الله محبت