ناټو:دسرتېرودزیاتېدویې موخه د افغان ځواکونو د روزنې او مشوره ورکونې برخه پياوړې کیدل دي

د ناټو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې يې د سرتېرو له زياتېدو څخه موخه د جګړه ییز ماموريت بیا پيل نه دی بلکې غواړي د افغان ځواکونو د روزنې او مشوره ورکونې برخه پياوړې کړي.

ینس سټولټنبرګ زياته کړې ده چې، د ناټو څو متحدين تصميم لري چې، په افغانستان کې خپل سرتېري زيات کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې د جمعې په ورځ يې په بروکسل کې له رسنيو سره خبرې کولې ويلي چې:

)) موږ وليدل چې، د ناټو څو متحدو هېوادونو په افغانستان کې د خپل حضور زياتېدو ته چمتو والی نيولی او دا هغه تصميم نيونه ده چې، موږ يې يو کال وړاندې آټکل کړی و، ځينو متحدینو مخکې له مخکې د خپلو سترتېرو زياتېدل اعلان کړي او دا يو پړاو دی چې، راتلونکو څو مياشتو کې عملي کېږي. جرمني او بريتانيا هغه هېوادونه دي چې، لا له وړاندې يې خپل چمتو والی اعلان کړی دی((

د رسنيو د راپورونو پر اساس د بريتانیا د فاع وزارت د روان کال د می په اتلسمه لومړي وزير ته وړانديز کړی و چې، افغانستان ته ۴۰۰ تنه اضافي سرتېري ولېږي.

له بل لوري د جرمني دفاع وزير چې، د می په ۲۴مه يې له مزارشريف ښار نه ليدنه وکړه ويلي چې، په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر له ۹۸۰ تنو څخه ۱۳۰۰ تنو ته پورته کړي.

د ناټو عمومي منشي يو ځل بیا ټينګار کړی چې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له حضور څخه موخه  د افغان ځواکونو روزنه او له وسله والو طالبانو او ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې د هغوی پياوړي کول دي.

ینس سټولټنبرګ په داسې حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شمېر د زياتېدو په اړه څرګندونې کړي چې، په پام کې ده په همدې اړه د راتلونکې جولای مياشتې په ۱۱ مه او ۱۲مه نېټه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

خبریال برکت هڅاند