چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ناټو: تر بل هر وخت په افغانستان کې اوس د سولې شرایط برابر دي

افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر وایي، تر بل هر وخت اوس سولې ته شرایط برابر دي.

نوموړي رسنيو ته ويلي چې تر بل هر وخت اوس دې ته شرایط برابر دي چې جنګ ختم او په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

نیکولاسکي وویل همدا وخت دی چې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي طالبان دې د خبرو میز ته کېني او په سیاسي ډول دې خپلې ستونزې حل کړي.

دی وایي، په افغانستان کې د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په شپږو پړاونو کې د تر سره شویو خبرو او لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږي چې په راتلونکي دور کې به د سولې دا خبرې ښې پایلې ولري.