د لوگر ولایت ویاند سلیم صالح وایي، مولوي عبدالغفور د کلنگار د عوض کلا په سیمه کې د سهار لمانځه ادا کولو لپاره جومات ته روان و، چې وسلهوالو پرې برید وکړ.
دی وايي هغه په یوه جومات امامت درلود او تر څنگ ېې د لوگر د علماوو شورا مرستیال هم و.
د لوگر والي محمد حلیم فدایي د مولوی عبدالغفور د وژل کېدو په غبرگون کې ویلي، دا کار د خاورې او هېواد دښمنانو د نورو د خوشحاله کولو لپاره کړی او وژل شوی دیني عالم یې بې گناه انسان بللی دی.
د مولوي عبدالغفور د وژلو مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو په افغانستان کې تر ډېره د دیني علماوو د وژنې مسوولیت څوک نه اخلي.