پنجشنبه , 18 اپریل 2024

نریندرا مودي غواړي چې یوځل بیا په پارلماني ټاکنو کې بریالی شي

د هند د پارلماني ټاکنو په اړه یوه شوې نظر پوښتنه ښايي چې، ممکن د بي جي پي ګوند یو ځل بیا اکثریت تر لاسه کړي او ټاکنې وګټي.

د رایه اچوونکو د ځوابونو پر بنسټ داسې اټکل کېږي چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د ګوند په مشرۍ جوړ شوی ملي دیموکراتیک اتحاد به د ۲۸۰ او ۳۱۵ ترمنځ څوکۍ ترلاسه کړي

د هند پارلماني ټاکنې چې په اووه پړاوونو کې ترسره شوې، د بي جي پي او کانګرېس ګوندونو پکې له نورو مخالفو ګوندونو سره کلکه سیالي وکړه.

دغه ټاکنې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۱۱مه نېټه پیل شوې وې، او د امنیتي او لوژیستیکي خنډونو له کبله په ۷ پړاوونو کې ترسره شوې.